Pashto Washington retweeted
مونږه چې وکړه مسيحا نه د علاج پوښتنه
وې ويل چې لرې کړى لوى ږيري مُلايان د ملکه
د غني خان دا شعر ښاغلي منګل کمپوز کړ. بشپړه بڼه یې پر بګرام کتلای سئ
youtu.be/oQKc3gUbTcE?is=UszL…
مولانا فضل الرحمن د پاکستان پوځي مشر فیلډ مارشل عاصم منیر پر لا زیاتېدونکي واک، سیاسي مداخلې او د صوبو د ټوټې کولو په “ناڅرګنده” پلان له سختو نیوکو وروسته، ادعا کړې چې پولیسو په لاهور کې د هغه کور کلابند کړی او د وتلو مخه یې نیولې ده.
pashtowashington.com/ps/arti…
44
پاکستان کې د بې ساري واک مالک مارشل عاصم منیر او پوځ ته وفادار سیاسي شخصیتونه او خبریالان د نویو صوبو د جوړولو لپاره د رېفرنډم لاره غوره ګڼي خو په کثیر القومي پاکستان کې د رېفرنډم نتیجه یوازې د هغه قام او ادارې په ګټه تمامېږي چې زیاته ابادي او طاقت لري.
pashtowashington.com/ps/arti…
1
152
دا نو د اخېرې زمانې یوه بله نښه ده چې انوارالحق کاکړ هم دا فکر کوي چې عزت داره سړی دی او د یو خبریال څه مجال دی چې داسې رپوټ ورکړي چې لنګۍ یې د سره وغورځوي.
pashtowashington.com/ps/arti…
1
123
نیویارک — د امریکا یوې فېډرالي عدالت (محکمې) پاکستاني وګړي آصف مرچنټ ته د ولسمشر ډانلډ ټرمپ او نورو امریکايي سیاسي مشرانو د وژلو د پلان په تور د ۲۷ نیمو کالو لپاره د قېد سزا ورکړې ده.
pashtowashington.com/ps/arti…
78
د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بهټو زرداري خبریالانو سره خبرو کې د نوو صوبو د جوړولو وړاندیز سره مخالفت ښودې او د پوځ د مشر جنرل عاصم منیر نامه یې اخستې نه ده خو هغه ته يې په اشاره کې ویلي چې که د ټوپک په زور یې جوړوئ نو جوړې یې کړۍ “نور به څه ووایم؟”
pashtowashington.com/ps/arti…
اسلام اباد کې د اي-سي-او غونډه کې د کابل تشه څوکۍ د پاکستان تجارتي تګلاره کې تضاد ښيي. پاکستان منځنۍ اسیا ته رسېدل غواړي خو د تللو لاره “افغانستان” یې د غونډې بهر ساتلی. د یاد سازمان هدف د غړو هېوادونو اقتصادي نښول دي
pashtowashington.com/ps/arti…
د پښتونخوا په غرونو کې ډالرې، بيړنے حالت او ترهګري-د صوبې په بده وضعه باندې د سیاسي بیانونو سره دا بحث هم راپارېدلی چې د ترهګرۍ په شا د پښتونخوا په معدنو د قبضې جګړه روانه ده او دا سیاسي نعره اوس عامه ده “چې چرته وسايل دي نو هلته مسايل دي.”
pashtowashington.com/ps/arti…
پښتونخوا کې داسې د ځنګل قانون دی چې په ۱۱م اکتوبر کې په صوبه کې د ګورنر راج او بېړني حالت لګولو راسې تر ننه چا ته دا پته نشته چې د صوبې منتخب وزیراعلا سهیل افریدي د چا په قېد کې دی، او چرته ده؟ د حېرانتیا خبره-نه مېډیا او نه هم سیاسي ګوندونه یې نامه اخلي:
pashtowashington.com/ps/arti…
د امریکا د ټرانسپورټ وزیر شان ډفي وویل، د هوايي ټرافیک د کنټرول په زړو تخنیکي سیسټمونو کې د نوې ټکنالوژۍ د ورزیاتېدو له امله سیسټمونه تر فشار لاندې راغلل، چې په پایله کې یې د اړیکو او راډار په فعالیت کې ستونزې رامنځته شوې.
pashtowashington.com/ps/arti…
96
رپوټونه وايي د الوتکو د کېنولو د امر له امله د امریکا د ختیځ وخت سره سم د ماسپخین د څلورو بجو راسې ۱۱۰۰۰ (یولس زره) جهازونه د خپل سفر لپاره پاڅېدلي نه دي.
pashtowashington.com/ps/arti…
1
239
Pakistan’s Unaccountable General Seeks More Power Through Redrawing the Map:
The Economist examined the proposal in an editorial titled "A Selfish Ploy to Break Up Pakistan." Its theme is that breaking up provinces will weaken political structure.
pashtowashington.substack.co…
نوې صوبې-د نقوي په ژبه د جنرل منیر د واک لا نور زیاتولو بل ارمان: اکانامسټ مجلې خبرداری ورکړی چې د جنرل منیر له خوا د څلورو صوبو په وړو برخو کې د ویشلو پلان ښايي هغه د خلکو د ستونزو د حل پر ځای موجوده سیاسي اډانه ماتول او سیاسي مخالفین کمزوري کول غواړي.
pashtowashington.com/ps/arti…
پښتونخوا د جګړې په اور کې-هلته د پنجاب په شان امن ولې نشته؟ په ټوله صوبه کې منتخب حکومت ځنډول شوی، او د مارشل لا نه هم زیات سخت داسې یو قانون نافذ دی چې پوځ د خپلو کړنو لپاره هېچا ته د حساب ورکولو اړتیا نلري خو بیا هم د امنیت بده وضعه زړه په زړه ده.
pashtowashington.com/ps/arti…
پښتونخوا کې یې لومړی د عمران خان ګوند د 13 کالو لپاره واکمن کړو، بیا یې نزدې 8و کالو راسې د نوي قانون “اېکشن ان اېډ اف سېول پاورز” په مټ پوځ ته بې څارې اختیار ورکولو سره ټوله صوبه په “ښار ناپرسان” وربدله کړه، بیا ګورنر راج او اوس (پټ مخي) عدالتونه!
pashtowashington.com/ps/arti…
د امریکا د دفاع وزیر پيټ هېګسېټ په دې ویډیو کې وايي چې کانګرس کې به د هغه سره د حساب کتاب (استیضاح) لپاره د هڅو پر وړاندې مبارزه کوي. هغه د ایران جګړې دفاع کړې او دا یې «زړور او تاریخي اقدام» بللی دی. ښاغلي هېګسېټ دا وېډیو په ټاکنو کې د ډېموکرېټانو د حېرانونکې بریا وروسته کړي.
64
د پاکستان او افغانستان د پښتنو په سیمو کې د ملایانو لخوا د پولیو د واکسین پر ضد پروپېګنډې او د پولیو واکسین ورکونکو ډلو باندې د تندلارو طالبانو حملو د پښتنو په کورونو کې هر نوی زېږېدلي ماشوم د ټول عمري معذورۍ له خطر سره مخ کړی دی.
pashtowashington.com/ps/arti…
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د حېرانونکې ماتې وروسته: زه په ټاکنو کې نوماند نه وم، که وای، موږ به په غوڅ اکثریت ګټلې وای.
pashtowashington.com/ps/arti…
38
ډېموکرېټ ګوند د امریکا د کانګرس دواړه مجلسونه وګټل
د ټاکنو نتیجې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ او جمهوري غوښتونکي (ریپبلېکن) ګوند لپاره یوه ستره سیاسي ماتې بلل کېږي او د ټرمپ د ولسمشرۍ د پاتې دوو کلونو لپاره به د واشنګټن سیاسي انډول بدل کړي.
pashtowashington.com/ps/arti…



