Hurriyat Radio Pashto (@HurriyatPa) header
Hurriyat Radio Pashto (@HurriyatPa) profile picture

حریت د ولس رښتینی غږ

Afghanistan
Joined July 2022
Photo by Hurriyat Radio Pashto (@HurriyatPa)Photo by Hurriyat Radio Pashto (@HurriyatPa)Photo by Hurriyat Radio Pashto (@HurriyatPa)Photo by Hurriyat Radio Pashto (@HurriyatPa)Photo by Hurriyat Radio Pashto (@HurriyatPa)Photo by Hurriyat Radio Pashto (@HurriyatPa)Photo by Hurriyat Radio Pashto (@HurriyatPa)Photo by Hurriyat Radio Pashto (@HurriyatPa)Photo by Hurriyat Radio Pashto (@HurriyatPa)Photo by Hurriyat Radio Pashto (@HurriyatPa)
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي شهاب‌الدین ثاقب ترکیې ته د سفر پر مهال د دغه هېواد د اصل ګروپ شرکتونو له رییس او د استانبول د حلال نړۍوال کنفرانس او نندارتون له کلني تنظیموونکي یونس اته سره کتلي دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د ګډو نندارتونونو پر جوړولو او د دغو هېوادونو د محصولاتو او تولیداتو د ورپېژندلو لپاره د ګډو فرصتونو پر رامنځته کولو خبرې شوې دي. سرچینه زیاتوي، چې یونس اته له افغانستان سره د همکاریو د پراختیا لپاره چمتووالی ښودلی او افغانستان ته یې د سفر او د کابل او انقرې ترمنځ د ګډ نندارتون جوړولو په برخه کې د همکارۍ لېوالتیا څرګنده کړې ده. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د دغه وړاندیز موخه د ترکیې او نړۍ د نورو هېوادونو په بازارونو کې د افغانستان د محصولاتو او تولیداتو ورپېژندل او ترویج او همداراز د دواړو هېوادونو سوداګرو او تولیدوونکو ته د لا زیاتو فرصتونو برابرول دي. دواړو لوریو د نږدې همکاریو پر پراختیا او د ګډو نندارتونونو، سوداګریزو اړیکو او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره د ترویجي پروګرامونو د جوړولو په موخه د شته فرصتونو پر تعقیب هم ټینګار کړی دی. #حریت_راډیو وېب‌سایټ لېنک: hurriyat.af
1
5
707
د اسلامي امارت مشرتابه په مشرۍ د امنیتي کمېسیون غونډه شوې، چې د دغه کمېسیون د غړو ترڅنګ د رییس‌الوزراء ملا محمدحسن اخوند او د هغه مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند هم په کې ګډون درلود. د ارګ د معلوماتو له مخې، دې غونډه کې د تېرو غونډو د پرېکړو د پلي کېدو پر څرنګوالي بحث او خبرې شوې دي. سرچینه زیاتوي، چې د اسلامي امارت زعیم مسوولینو ته سپارښتنه کړې، څو له غفلت څخه ډډه وکړي، خپلې ورسپارل شوې دندې په ښه توګه ترسره او له خلکو سره ښه چلند وکړي. #حریت_راډیو وېب‌سایټ لېنک: hurriyat.af
7
674
د کابل چهار اسیاب ولسوالۍ جامعة محمدیه الرشید مدرسې له سلو زیاتو طالب‌العلمانو د لويې دورې زده‌کړې بشپړې کړې په دغو مراسمو کې د اسلامي امارت چارواکو د دیني علومو پر زده‌کړې، د ځوانانو پر فکري او اخلاقي روزنه او د ټولنې په اصلاح او خدمت کې د دیني عالمانو پر رول ټینګار وکړ. یوټیوب لېنک: youtu.be/Qh0TLbrq83c
3
21
935
د هلمند والي: مجاهدین باید د اسلامي امارت د دښمنانو د منفي تبلیغاتو ښکار نه شي د هلمند والي مولوي امان‌الدین منصور د بدخشان ولایت د وردوج ولسوالۍ په یوه دیني مدرسه کې د یو شمېر حافظانو د فراغت په مراسمو کې ویلي، چې د اسلامي امارت دښمنان او مخالفین هڅه کوي د منفي تبلیغاتو له لارې د مجاهدینو باور د اسلامي امارت له رهبرۍ او نظام څخه لرې کړي. نوموړي له ټولو مجاهدینو غوښتي، چې د دغو تبلیغاتو تر اغېز لاندې رانه شي. مولوي منصور زیاته کړې، که د اسلامي امارت مخالفین یو ځل بیا د دغه نظام پر وړاندې ودرېږي او د جګړې هڅه وکړي، مجاهدین به یې پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي او هېڅ اشغالګر او مخالف ته به اجازه ورنه کړي چې د هېواد خاورې ته ننوځي. نوموړي یو ځل بیا د اسلامي امارت له مخالفینو غوښتي، چې د جګړې پر ځای هېواد ته راستانه شي او د خلکو په منځ کې ارام ژوند وکړي. یوټیوب لېنک: youtu.be/S3w_UsegVlg
1
2
42
1,493
د بدخشان والي: ځینې رسنۍ د قومي، ژبنیو او سمتي تعصبونو په پارولو د افغانانو ترمنځ د تفرقې هڅه کوي د بدخشان والي مولوي رحمت‌الله نجیب د دغه ولایت د وردوج ولسوالۍ په یوه دیني مدرسه کې د یو شمېر حافظانو د فراغت په مراسمو کې ویلي، چې ځینې رسنۍ او د بهرنیو استخباراتي ادارو پورې تړلې سرچینې هڅه کوي د قومي، ژبنیو او سمتي تعصبونو په پارولو د افغانانو ترمنځ تفرقه رامنځته کړي. نوموړي د اسلامي امارت مخالفینو ته په اشارې د بدخشان د بشپړ امنیت ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې د دغه ولایت په فرضي کرښو او سرحدي سیمو کې مېشت مجاهدین بیدار او چمتو دي او د دښمن هر ډول هڅه به په دغه ولایت کې د ناامنۍ رامنځته کولو لپاره له ناکامۍ سره مخ شي. مولوي نجیب یو ځل بیا ویلي، چې د اسلامي امارت مخالفین سپېڅلې موخه نه لري، بلکې د پردیو استخباراتي ادارو لپاره جګړه کوي. یوټیوب لېنک: youtu.be/vHcrIx28V9A
23
1,115
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، د تېرې چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې ۲۱۱ کډوالې کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۹۶۱ تنو ته رسېږي هېواد ته راستنې شوې دي. د یاد کمېسیون د دارالانشاء د معلوماتو له مخې، دغه کورنۍ د تورخم، سپین‌بولدک، هلمند د بهرامچې، اسلام‌کلا او نیمروز د ورېښمو پله له لارو هېواد ته راستنې شوې دي. سرچینه زیاتوي، چې په همدې موده کې ۶۱ کډوالې کورنۍ خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوې او له ۱۱۴ کورنیو سره نغدي مرستې هم شوې دي. #حریت_راډیو وېب‌سایټ لېنک: hurriyat.af
12
754
په مسکو کې د افغانستان سفیر مولوي ګل حسن حسن د استراخان په څلورم نړۍوال فورم «د شمال – سویل نړۍوال ټرانسپورټي دهلېز؛ نوي افقونه او فرصتونه» کې ګډون او وینا کړې ده. په مسکو کې د افغانستان سفارت د معلوماتو له مخې، ښاغلي حسن د افغانستان ستراتیژیک موقعیت د سیمې د سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره مهم بللی او د افغانستان، روسیې، ترکمنستان او ایران ترمنځ یې د ټرانسپورټي لارو، سوداګرۍ، ګډو پانګه‌ونو او تولیدي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی. نوموړي همداراز د افغاني محصولاتو د صادراتو، د روسیې بازار ته د لاسرسي او د بانکي او ګمرکي اسانتیاوو د پراختیا غوښتنه کړې ده. افغان سفیر د یاد فورم په څنډه کې د استراخان له والي ایګور یوریویچ بابوشکین سره هم کتلي او افغان سوداګرو ته د ویزو د اسانتیاوو برابرولو، د اقتصادي اړیکو د پراختیا او د روسیې بازار ته د افغاني محصولاتو د لاسرسي په اړه یې خبرې کړې دي. نوموړي د استراخان د بهرنیو اړیکو له مرستیال وزیر او د صنعت، سوداګرۍ او انرژۍ وزارتونو له استازو سره هم لیدلي او افغانستان ته یې د روسي پلاوي وروستی سفر د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره مهم بللی دی. #حریت_راډیو وېب‌سایټ لېنک: hurriyat.af
6
26
516
۱۰۳یمې پلي لوا نازیانو ولسوالۍ کې ۸۳ کړۍ فشاري ماینونه کشف کړي دي د هېواد په ختیځ کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د ۱۰۳یمې پلي لوا د کشف او ضد استخباراتو مدیریت مسوولینو د ننګرهار ولایت د نازیانو ولسوالۍ اړوند د برمیلو په سیمه کې ۸۳ کړۍ د پرسونل ضد فشاري ماینونه کشف او ترلاسه کړي دي. د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د معلوماتو له مخې، دغه ماینونه د یوه قاچاقبر له کور څخه ترلاسه شوي دي. یادې قول اردو ډاډ ورکړی، چې هېچا ته به اجازه ورنه کړي څو غیرقانوني کړنې ترسره کړي. #حریت_راډیو وېب‌سایټ لېنک: hurriyat.af
2
763
د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو د مالیې وزارت د عوایدو عمومي ریاست له چارواکو سره د مالیاتي او ګمرکي ستونزو د ارزونې او حل په موخه ګډه ناسته کړې ده. د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د یادې خونې د ستراتیژیکو اړیکو مرستیال مجیب‌الرحمن شېرزاد د حکومت او خصوصي سکټور ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ پر ارزښت ټینګار کړی دی. نوموړي ویلي، هڅه کوي د تفاهم او خبرو اترو له لارې د خصوصي سکټور ستونزې او وړاندیزونه اړوندو ادارو ته ورسوي او د حل لپاره یې لازم اقدامات ترسره کړي. بلخوا، د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رییس مولوي سفر محمد سحر د خصوصي سکټور د ستونزو د حل او ورته د مالیاتي اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی. نوموړي د مالیاتي چارو پر روڼتیا ټینګار کړی او له سوداګرو او تولیدوونکو یې غوښتي، چې د کره مالي راپورونو په وړاندې کولو سره د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې خپل مالیاتي مکلفیتونه ادا کړي. #حریت_راډیو وېب‌سایټ لېنک: hurriyat.af
2
784
له قوش‌تېپې وروسته د دویم ستر کانال «د لغمان شاهي» چارې ۲۲ سلنه مخته تللې دي دغه کانال چې شاوخوا ٧٠ کیلومټره اوږدوالی لري، په بشپړېدو سره به یې د لغمان تر ٢٠ زره هکټاره للمې او شاړې ځمکې خړوب شي. مسوولین وایي، د دوهم فاز چارو پیل ته یې هم تابیا نیولې او د خلکو ستونزو ته به په وخت رسېدنه وکړي. یوټیوب لېنک: youtu.be/ISi2oWAdrn4
24
1
110
2,188
د نن جمعې ورځې نېټه #حریت_راډیو وېب‌سایټ لېنک: hurriyat.af
7
522
دریڅه: جبل‌السراج ماڼۍ د افغان واکمنانو د واکمنۍ یادګار یوټیوب لېنک: youtube.com/shorts/tPIGXc4Gq…
🤖 Made with AI
6
46
2,074
ننګرهار کې د ۳۵ دیني مدرسو ترمنځ علمي سیالۍ ترسره او مخکښ طالبان ستایل شوي یوټیوب لېنک: youtube.com/shorts/xcl_jXe_L…
1
10
983
اریانا افغان هوایي شرکت د مزارشريف ـ جدې ترمنځ په لومړي ځل مستقيمې الوتنې پیل کړې بلخ کې د اریانا افغان هوایي شرکت مسوولینو ویلي، په لومړي ځل یې د مزارشريف ـ استانبول ترمنځ له مستقیمو الوتنو وروسته، د مزارشریف ـ جدې ترمنځ الوتنې پیل کړې. یوټیوب لېنک: youtu.be/4Y4hB8Sm8yE
5
28
1,653
چاریکار ښاروالۍ دوه پراختیایي پروژې پیل او یوه بشپړه کړه یادې ښاروالۍ د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت یوه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارله او د دوو نورو پروژو چارې یې پیل کړې. یوټیوب لېنک: youtube.com/shorts/SAhdZMJJz…
1
5
1,024
د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د ټیلي‌مډیسن (له لرې واټن څخه د درملنې) د ازمایښتي پروژې د پیل خبر ورکړی دی. د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، دغه پروژه د یوه قزاقستاني شرکت د عصري تجهیزاتو او ټکنالوژۍ په کارولو سره د کابل په پولی‌کلینیک کې پیل شوې ده. ټاکل شوې، چې دغه سیسټم د یوې ټاکلې مودې لپاره د هېواد په درېیو روغتیايي مرکزونو کې په ازمایښتي ډول وکارول شي. د دې پړاو له بشپړېدو وروسته به د پروژې پایلې او لاسته راوړنې د تخنیکي ټیم او د عامې روغتیا وزارت د مسوولینو له لوري وارزول شي او د ترلاسه شویو موندنو پر بنسټ به د دغه سیسټم د پراختیا او په راتلونکو پروګرامونو کې د پلي کېدو په اړه پرېکړه وشي. #حریت_راډیو وېب‌سایټ لېنک: hurriyat.af
3
41
2,230
غزني کې په ۱۱۰۰ جریبه ځمکه صنعتي ښارګوټی جوړیږي دغه ښارګوټی به د دوو کلونو په موده کې جوړ شي چې د ۴۵۰ تولیدي کارخونو لپاره به منظم چاپېریال رامنځته کړي. د دغه ښارګوټي د پرانیستې مراسمو کې مسوولینو ویلي، د سوداګرو او پانګه‌والو ملاتړ ته ژمن دي او هڅه کوي، چې د مالیاتو کمښت برخه کې د یوه ځانګړي میکانیزم پر جوړولو کار وکړي. یوټیوب لېنک: youtu.be/LPC1PEz733o
26
123
3,371
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر: اسلامي سیاست او د اقتصادي پرمختګ لارې باید له دیني عالمانو زده شي د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور په کابل کې د یوې مدرسې د طالبانو دستاربندۍ په مراسمو کې ویلي، نړۍ‌وال د اسلامي امارت سیاست، اقتصادي پرمختګ او حکومتي چارو چلولو ته حیران دي. یوټیوب لېنک: youtube.com/shorts/lh63MHCTr…
3
13
125
3,814
د جوزجان د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې ساختماني چارې په چټکۍ سره روانې دي د جوزجان ولایت د یتیم‌تاق سمنټو پروژې تړون د کانونو او پټرولیم وزارت او ترکي ۷۷ شرکت ترمنځ لاسلیک شوی، چې اوس مهال یې ساختماني چارې په چټکۍ سره دوام لري. د تړون له مخې، قراردادي شرکت په دغه فابریکه کې ۱۶۳ میلیونه ډالره پانګه‌ونه کوي، چې په بشپړېدو سره به یې د سمنټو د تولید ظرفیت په ورځ کې درې زره ټنو ته ورسېږي. تمه ده، چې د دې فابریکې په جوړېدو سره به په هېواد کې د سمنټو د تولید کچه لوړه، کورنۍ اړتیاوې پوره او د وارداتي سمنټو کچه راکمه شي. #حریت_راډیو وېب‌سایټ لېنک: hurriyat.af
12
1
90
2,698