میثاق | Misaq (@Misaq45) header
میثاق | Misaq (@Misaq45) profile picture

کره خبرونه | ځانګړي مستندات | ايکس بحثونه | پاډکاسټ خپرونې

Afghanistan
Joined August 2024
Photo by میثاق | Misaq (@Misaq45)Photo by میثاق | Misaq (@Misaq45)Photo by میثاق | Misaq (@Misaq45)Photo by میثاق | Misaq (@Misaq45)Photo by میثاق | Misaq (@Misaq45)Photo by میثاق | Misaq (@Misaq45)Photo by میثاق | Misaq (@Misaq45)Photo by میثاق | Misaq (@Misaq45)Photo by میثاق | Misaq (@Misaq45)Photo by میثاق | Misaq (@Misaq45)
د سیاسي چارو شنونکی سمیع مومند: د مادرید غونډې ګډونوال د افغانانو استازي نه؛ بلکې د خپلو ګټو پالونکي او د نورو هېوادونو د پروژو پلې کوونکي دي. بشپړه خپرونه په لاندې لېنک کې وګورئ! youtu.be/LF8gCjotYkU?si=6OPN…
1
238
پاکستاني پوليسو لاهور کې د جمعيت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن نيولی دی. هم‌مهاله بیا د ياد ګوند پلويانو ويلي، چې نن د جمعې له لمانځه وروسته به په ټول پاکستان کې لاريونونه پيل کړي. #میثاق
1
2
266
منشور ـ بشپړه خپرونه! موضوع: په اروپا کې د پاکستان پوځي رژيم په مالي مرسته راټول شوي اشخاص څوک دي!؟ ميلمانه: د نظامي او سیاسي چارو شنونکی یحیی چاوش او د سیاسي چارو شنونکی سمیع مومند ⁧⁧#میثاق⁩⁩
3
27
620
منشور! موضوع: په اروپا کې د پاکستان پوځي رژيم په مالي مرسته راټول شوي اشخاص څوک دي!؟ ميلمانه: د نظامي او سیاسي چارو شنونکی یحیی چاوش او د سیاسي چارو شنونکی سمیع مومند نن شپه ۷:۰۰ بجې له میثاق څخه. ⁧#میثاق⁩
2
5
415
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي، چې د دغه وزارت له لوري د پکتیکا مرکز ښرنه کې د ۹۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې سړې خونې د بشپړېدو چارې بشپړې شوې دي. سرچینې ویلي، دغه سړه خونه د ۶۰۰ مټریک ټنه کرنیزو محصولاتو د ساتنې ظرفیت لري. #میثاق
6
303
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، د بشري مرستو همغږۍ او پاملرنې له موسسو سره یې د ۷۴ میلیونه او ۱۰۰ زره افغانیو او نږدې یو میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي. وزارت زیاته کړې، د دغه هوکړه لیکونو له مخې به کندهار، هلمند، زابل، نیمروز، ارزګان، ننګرهار، کونړ، نورستان، کندوز او بغلان ولایتونو کې یو زر او ۶۱۰ کډوالو کورنیو ته کوچني کاروبارونه او کرنیزې کڅوړې وویشي. #میثاق
7
314
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې له افغانستان به یو پلاوی نږدې راتلونکي کې مسکو ته سفر وکړي. هغه زیاته کړې، دواړه لوري به په اقتصادي برخو کې هوکړې وکړي. کابلوف دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې تر دې وړاندې د روسیې د لومړي وزیر د مرستیال په مشري یو پلاوي کابل ته سفر کړی وو او په بېلابېلو برخو کې یې تړونونه لاسلیک کړي وو. #میثاق
6
69
772
د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس ویلي، چې د دغه هېواد رهبر ویلي، هېواد یې به یې په بېلابېلو سیمو کې د اټومي وسلو پر ځای پر ځای کولو تمرکز وکړي. هغه زیاته کړې، شمالي کوریا اوس یو اټومي واقیعت دی او نقض یې په هېڅ ډول د منلو نه دی. کېم همداراز زیاته کړې، خپل اټومي فعالیتونه به لا ډېر پراخ کړي. #میثاق
2
14
471
د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې ویلي، د متحده عربي اماراتو د دوبۍ ښار لوېدیځ کې ۵۰ سمندري میله لرې، د تېلو پر یوې کښتۍ برید شوی دی. د یادې ادارې په وینا، د کښتۍ ټول کارکوونکي روغ دي. #میثاق
11
393
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې اروپا ته پر قاچاقي لاره روانه یوه کښتۍ د لیبیا په سمندر کې چپه شوي او پکې سپاره ۷۰ تنه ناردکه شوي دي. رسنیو ویلي، په دغه کسانو کې ۳۵ تنه د خیبر پښتونخوا د باجوړ ولسوالي اوسېدونکي وو، چې نن یې د شپږ تنو غایبانه جنازه شوې ده. همدې حال کې بیا د عوامي نشنل ګوند مشر ایمل ولي خان ویلي، د کار نشتون او اقتصادي ستونزې د دې لامل شوي چې پښتانه ځوانان د سمندرونو خوراک شي. #میثاق
4
7
495
منشورـ شنبه د شپې ۷:۰۰ بجې! #میثاق
3
27
873
د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، چې تېره ورځ د تورخم، سپین بولدک، اسلام کلا او ورېښمو پله له لارې ۱۰۵ کډوالې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۶۰ تنو ته رسېږي، هېواد ته رستانه شوي دي. د فطرت په خبره، دغه کورنۍ په جبري ډول هېواد ته را استول شوې دي. #میثاق
2
8
396
د ایران د پوځ ویاند محمد اکرم نیا ویلي، د دغه هېواد وسله‌وال ځواکونه به پر هرمز تنګي خپل کنټرو لا ډېر او سخت کړي. هغه زیاته کړې، هغه بېړۍ چې له اجازې پرته سفرکوي، له سختو بریدونو سره به مخ شي. دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې هرمز تنګي کې له ماینونو سره د بېړیو د ټکر پېښې ډېرې شوې دي. #میثاق
2
13
411
د کابل امنیه قومنداني ویاند خالد ځدران پر اېکس لیکلي، چې امنیتي ځواکونو تېره شپه د کابل ښار اتمې حوزې اړوند سیمه کې شپږ وسله‌وال غله وژلي دي. ځدران ویلي، امنیتي ځواکونو د غلو موټر ته د درېدو امر کړی وو؛ خو غلو د تېښتې هڅه کړې وه. نوموړي زیاته کړې، له وژل شویو کسانو سره درې تفنګچې او دوه برچې وې. #میثاق
1
15
493
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت ویلي، د بغلان په مرکزي بغلان ولسوالي کې د ۳۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو پل د جوړېدو چارې پیل شوې. سرچینې ویلي، دغه پل د ابقول په کلي کې جوړیږي چې ۶۰ متره اوږدوالی به ولري. هممهاله بیا په سمنګان کې هم د ۸.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادي دیوالونو او سرک جوړولو چارې پیل شوي دي. #میثاق
3
297
د میدان وردګ رسنیز دفتر ویلي، چې د دغه ولایت د پوهنې ریاست لپاره د ۲۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې درې پوړیزې ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې. دغه ودانۍ به ۳۳ اداري خونې، د غونډو لوی تالار او نورې اسانتیاوې ولري. د یاد ولایت والي دغه پروژه د پوهنې په برخه کې مهمه بللې ده. #میثاق
8
393
د بلوچستان په کېچ ولسوالي کې نامعلومه وسله‌والو د یو ساختماني شرکت پر ماشینري برید کړی دی. بلوڅي رسنیو ویلي، وسله والو درنې ماشنیري او موټرونه سوځولي چې له امله یې شرکت ته کړوړونه روپۍ زیان اوښتی دی. د دغه برید له امله د ځاني تلفاتو جزیات نه دي ورکول شوي. #میثاق
3
31
532