RANA TV (رڼا ټلوېزیون) (@RANATVAF) header
RANA TV (رڼا ټلوېزیون) (@RANATVAF) profile picture

RANA TV (https://teapawt.org/t.co/lA3KmzzGfz) is an independent Afghan media network based in London, UK, Broadcasting across all major social media platforms, YouTube, satellite.

London, UK
Joined November 2025
Photo by RANA TV (رڼا ټلوېزیون) (@RANATVAF)Photo by RANA TV (رڼا ټلوېزیون) (@RANATVAF)Photo by RANA TV (رڼا ټلوېزیون) (@RANATVAF)Photo by RANA TV (رڼا ټلوېزیون) (@RANATVAF)Photo by RANA TV (رڼا ټلوېزیون) (@RANATVAF)Photo by RANA TV (رڼا ټلوېزیون) (@RANATVAF)Photo by RANA TV (رڼا ټلوېزیون) (@RANATVAF)Photo by RANA TV (رڼا ټلوېزیون) (@RANATVAF)Photo by RANA TV (رڼا ټلوېزیون) (@RANATVAF)Photo by RANA TV (رڼا ټلوېزیون) (@RANATVAF)
د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع منلې چې د دوی په لیکو کې ځینې کسان د مجاهدینو، پولیسو او استخباراتو له نومونو ناوړه ګټه اخلي او له خلکو باج اخلي. قانع په یوه انلاین غونډه کې د دغو کسانو پر وړاندې د جدي اقداماتو غوښتنه کړې او د پلټنې له مسوولانو یې غوښتي، چې د جعل‌کارانو د پېژندلو او مخنیوي لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي. نوموړي ویلي، د امنیتي ادارو په نوم د جعل‌کارۍ او له خلکو د پیسو اخیستلو پېښې لا هم شته او د مخنیوي لپاره یې منظمې څارنې ته اړتیا ده.
106
د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلنو کم‌عمره ملي لوبډلې د ۲۰۲۷ کال د اسیا ملتونو جام سیالیو په مقدماتي پړاو کې د میانمار لوبډلې ته ۴-۱ ماتې ورکړه. د افغانستان فوټبال فدراسیون په وینا، په دې لوبه کې طیب قادري یو او محمدفهیم حماس درې ګولونه ووهل. فدراسیون ویلي، افغانستان د دې بریا په ترلاسه کولو سره د اسیا ملتونو جام ته د لار موندنې سیالۍ په بریا پیل کړې.
6
180
د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د هوايي بریدونو پر مهال د تېلو دولتي شرکت ارامکو یوه اداري ودانۍ زیانمنه شوې ده. د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت ویلي، د ودانۍ پر لور د برید هڅه شوې، خو د توغندیو د پاتې شونو د لوېدو له امله یې یوازې محدود زیان لیدلی او په پېښه کې چاته مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې. بلخوا، سعودي چارواکي وايي، د ریاض او د هېواد په سوېلي سیمو کې یې دوه کروز توغندي شنډ کړي دي.
1
148
د راپورونو له مخې، په تېرو شاوخوا یوه نیمه ورځ کې په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې پر پاکستاني پولیسو، پوځي پوستو، اکمالاتي کاروانونو او برېښنايي تاسیساتو ګڼ وسله‌وال بریدونه شوي دي. په بلوچستان کې وسله‌والو د سړک جوړونې ماشینونه سوځولي، د برېښنا لېږد دوه پایې یې الوځولې او د پولیسو پر یوې پوستې یې برید کړی دی. همدارنګه د کانونو لېږدوونکو موټرو او د پاکستاني پوځ پر امنیتي کاروان هم بریدونه شوي دي. په خیبر پښتونخوا کې هم د پاکستان پر سرحدي ځواکونو څو بریدونه شوي، چې له امله یې د نښتو او مرګ‌ژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي. په جنوبي وزیرستان کې د پوځ د بم شنډولو یو غړی هم د چاودنې له امله وژل شوی دی. بلخوا، تحریک طالبان پاکستان په کوهاټ کې د یوه کس د وژلو مسوولیت منلی او په پېښور کې وسله‌والو د پاکستان د ملي ډیټابېس ادارې (نادرا) یو مرستیال مدیر هم وژلی دی. د راپورونو له مخې، د بلوچستان جمهوري غوښتونکي ګارډ (BRG) په نصیراباد کې د برېښنا د لېږد پر پایو د چاودنو مسوولیت هم منلی دی.
3
215
د جاپان د رسنیو او چارواکو د راپورونو له مخې، زلزله د یکشنبې په لومړیو ساعتونو کې د شیزوکا ولایت په لوېدیځ کې شوې، چې له امله یې د ودانیو ښیښې ماتې شوې او خلک له خپلو کورونو او ودانیو بهر وتلو ته اړ شوي دي. چارواکو ویلي، زلزلې د آیچي او شیزوکا ولایتونه اغېزمن کړي، خو د سونامي خبرداری نه دی ورکړل شوی. د جاپان د هوا پېژندنې ادارې په راتلونکو څو ورځو کې د احتمالي ټکانونو په اړه هم خبرداری ورکړی دی.
1
110
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه لوبغاړي رحمن الله ګربز د هېواد سویلي ولایتونو ته سفر کړی دی. نوموړي په یوه عامه راټولېدنه کې پر یووالي، د نفرت په ختمولو او د خپل وطن د ابادۍ لپاره پر کار کولو ټینګار کړی دی.
5
60
1,779
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د چین او طالبانو ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا راپورونه رد کړي او ویلي یې دي، چې د کابل او بیجینګ اړیکې د پخوا په پرتله لا پیاوړې شوې دي. مجاهد زیاته کړې، چې له چین سره یې سوداګریزې همکارۍ هم پراخې شوې او طالبان له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو د ټینګښت هڅه کوي. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې ځینو رسنیو د دواړو لورو ترمنځ د سیاسي، امنیتي او اقتصادي اختلافونو او د اړیکو د کمزورتیا راپورونه خپاره کړي وو.
108
فطرت: د طالبانو حکومت وسله‌وال مخالفین د پاکستان له لوري تمویلېږي او تجهیزېږي د طالبانو حکومت د دفاع وزارت لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت وايي، هغه کسان چې د افغانستان د اوسني حکومت پر ضد وسله‌والې جبهې جوړوي، افغانان نه دي.
2
5
251
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو نهو میاشتو کې نږدې یو میلیون او ۲۹۰ زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي، چې ۴۳ سلنه یې په زور ایستل شوي دي. د راپور له مخې، له ۲۰۲ زرو ډېر راستنېدونکو ته په سرحدي سیمو کې نغدي مرستې وېشل شوې، چې ۴۵ سلنه کورنۍ یې ښځینه‌وو، ۳۳ سلنه معلولیت لرونکو غړو او څلور سلنه ماشومانو مشري کولې. دغه سازمان ویلي، د راستنېدونکو د ژوند د بیا جوړولو او ټولنیز ادغام لپاره یې هم له زیانمنو کورنیو سره مالي مرستې کړې دي.
140
د طالبانو حکومت د افغانستان بانک وایي، د الفلاح بانک د څانګې ملکیت غضنفر بانک ته لېږدول شوی او د دې بدلون له امله د مشتریانو په بانکي خدمتونو کې هېڅ ډول خنډ نه دی رامنځته شوی. د دغه بانک ویاند حسیب‌الله نوري ویلي، د الفلاح بانک د مشتریانو حسابونه، سپماوې او نور بانکي خدمتونه د غضنفر بانک له لوري د اسلامي بانکوالۍ له اصولو سره سم په عادي ډول دوام لري. نوموړي دغه اقدام د بانکي سکټور د پیاوړتیا او پر بانکي نظام د خلکو د باور د زیاتوالي لپاره مثبت ګام بللی دی.
1
3
220
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ځانګړي استازي او په افغانستان کې د دې سازمان همغږي کوونکي برونو لېمارکي ویلي، افغانستان د نسبي امنیتي ثبات ترڅنګ له ژورو اقتصادي ستونزو سره مخ دی. نوموړي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې په افغانستان کې محدودوونکي سیاستونه د ښځو او نجونو د منزوي کېدو او د هغوی د حقونو او فرصتونو د محدودېدو لامل شوي دي. لېمارکي ټینګار کړی، چې افغانستان اوس په یوه حساس پړاو کې قرار لري.
1
4
171
په کابل کې د خامه‌ پرېس په نوم د یوه خبري آژانس د جوړېدو د شپاړسمې کلیزې په مناسبت، د یو شمېر رسنیو مسوولانو د اقتصادي ستونزو او مالي ننګونو د حل لپاره د طالبانو له حکومته د عملي ملاتړ غوښتنه کړې ده. په ورته مهال د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران ډاډ ورکړی، چې دغه وزارت د رسنیو د ملاتړ او پیاوړتیا لپاره له اړوندو ادارو سره همغږي کوي. دا غوښتنې داسې مهال مطرح کېږي، چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بیا واکمنېدو وروسته د یو شمېر رسنیو فعالیتونه درېدلي، د چاپي رسنیو بازار کمزوری شوی او په رسنیو کې د ښځو حضور هم د پام وړ کم شوی دی.
5
289
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلمشر رحمت شاه زرمتي د زمبابوې پر وړاندې روانه لوبه کې پنځمه ټېسټ سلیزه جوړه کړه. نوموړی درېیم افغان لوبغاړی شو، چې په روان لوبه کې سلیزه جوړه وي. د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د لومړۍ ټېسټ لوبې نن څلورمه ورځ ده افغانستان اوو لوبغاړي له لاسه ورکړي او د زمبابوې لومړي پاڼۍ څخه ٩٥ منډې لاهم شاته والی لري.
1
10
257
د اسرائیل د پارلمان د عربانو ګډ لېست خبرداری ورکړی، چې په غزه کې سختو بارانونو او سېلابونو د فلسطینیانو بشري ناورین لا پسې زیات کړی دی. د دې ائتلاف په وینا، د وروستي توپان له امله د بې‌ځایه شویو فلسطینیانو شاوخوا ۷۰ زره خېمې په ۱۲ ساعتونو کې له اوبو ډکې شوې او لسګونه ویجاړې شوې ودانۍ هم نړېدلې دي. د غزې د رسنیو دفتر ویلي، چې د توپان له امله لومړني اټکل شوي مالي زیانونه شاوخوا درې میلیونه ډالرو ته رسېږي. دغه ائتلاف ویلي، سلګونه زره فلسطینیان څلورم ژمی په خېمو کې تېروي او ښځې، ماشومان او کورنۍ د باران او سړې هوا پر وړاندې له خوندي سرپناه پرته پاتې دي. د اسرائیل د پارلمان د عربانو ګډ لېست له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د غزې بشري ناورین ته پاملرنه وکړي او د فلسطینیانو له کړاوونو سترګې پټې نه کړي. ranatv.com/?p=16562
186
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د پوهنې وضعیت مخ په خرابېدو دی او میلیونونه ماشومان له رسمي زده‌کړو بې‌برخې پاتې دي. د یونیسکو او یونیسف په تازه راپور کې راغلي، چې تر ۲.۶ میلیونو ډېرې نجونې له شپږم ټولګي پورته زده‌کړو ته لاسرسی نه لري او شاوخوا ۵۳ سلنه د لومړنیو زده‌کړو عمر لرونکي ماشومان له ښوونځیو بهر دي. د راپور له مخې، په افغانستان کې د ښوونځي عمر لرونکو ماشومانو شمېر په ۲۰۲۴ کال کې ۱۱.۵ میلیونو ته لوړ شوی، چې د ښوونیز نظام پر ظرفیت یې فشار زیات کړی دی. ملګرو ملتونو د افغان نجونو او ښځو لپاره د زده‌کړو د حق د بېرته تأمین او د ښوونیز نظام د پیاوړتیا غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی، چې د بېړنیو اقداماتو نشتوالی به د یوه بشپړ نسل راتلونکی له ګواښ سره مخ کړي. ranatv.com/?p=16559
2
153
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ستوري راشد خان په جرمني کې د سفر پر مهال د دغه هېواد د فوټبال ملي لوبډلې افغان‌الاصله لوبغاړي ندیم امیري سره لیدلي دي. په دې لیدنه کې امیري د ماینز لوبډلې هغه کمیس راشد خان ته ډالۍ کړی، چې د نوموړي په نوم او ۱۹ شمېرې جوړ شوی و. راشد خان پر انسټاګرام د امیري له مېلمه‌پالنې مننه کړې او ورسره یې د لیدنې خوښي څرګنده کړې ده.
1
186
ویډيو: د غزې ښار د ویجاړو شویو ودانیو په کنډوالو کې د فلسطینیانو ډله‌ییز واده ترسره شو. #Gaza #RanaTv #Palestinians #wedding
3
290
د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د شنبې په ماښام د دغه هېواد په څو سوېلي سیمو، په ځانګړې توګه د هرمز تنګي په قشم ټاپو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. د ایران دولتي ټلوېزیون ویلي، ښايي دغه چاودنې د هرمز تنګي په ستراتیژیکه سیمه کې د ایران له پوځي فعالیتونو سره تړاو ولري؛ هغه سیمه چې د روان کال په فبرورۍ کې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې د سوداګریزو بېړیو د پرله‌پسې بریدونو شاهده ده. بشپړ راپور د رڼا پر ویب سایټ ولولئ. ranatv.com/?p=16555
17
468
د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي محسن رضايي ویلي، امریکا په جګړه او ټاکنو دواړو کې ماتې خوړلې او پر ایران د هر ډول پوځي برید پیل به له ویجاړوونکي ځواب سره مخ شي. رضايي پر خپله اېکس‌پاڼه د امریکا د ټرمپ ادارې پر سیاسي او پوځي وضعیت نیوکه کړې او پوښتنه یې کړې، چې په واشنګټن کې د ایران پیغام باید چا ته ولېږدول شي؟
2
5
212