ShamshadNews (@Shamshadnetwork) header
ShamshadNews (@Shamshadnetwork) profile picture

Afghanistan Based Radio and Television, Live Telecasts, News and Current Affairs Programming.

Afghanistan
Joined April 2015
Photo by ShamshadNews (@Shamshadnetwork)Photo by ShamshadNews (@Shamshadnetwork)Photo by ShamshadNews (@Shamshadnetwork)Photo by ShamshadNews (@Shamshadnetwork)Photo by ShamshadNews (@Shamshadnetwork)Photo by ShamshadNews (@Shamshadnetwork)Photo by ShamshadNews (@Shamshadnetwork)Photo by ShamshadNews (@Shamshadnetwork)Photo by ShamshadNews (@Shamshadnetwork)Photo by ShamshadNews (@Shamshadnetwork)
امریکايي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس د ایران د امنیتي چارو مشر محسن رضايي ته لیک استولی، څو د سولې خبرې بیا پیل او پر ایران د امریکا د احتمالي نویو بریدونو مخه ونیسي. #شمشادنیوز #shamshadnews
8
1,421
د هرات ځایي مسوولین او د ترکیې چارواکي د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاریخي دوستانه اړیکو پر پراختیا ټینګار کوي. #شمشادنیوز #shamshadnews
4
1,326
د افغانستان او زیمبابوې کرېکټ ملي لوبډلو تر منځ د درېیو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ په دویمه لوبه کې افغان لوبدلې سیالې لوبډلې ته د ۲۲۲ منډو هدف وټاکه او سیاله لوبډله ونه توانیده چې دغه هدف پوره کړي، په دې سره د لوبې لوبلړۍ افغان لوبډلې وګټله. په دې لوبه کې عظمت‌الله عمرزي په ۵۰ توپونو ۱۱۶ منډې او اعجاز احمدزي په ۲۷ توپونو ۵۲ منډې جوړې کړې. #شمشادنیوز #shamshadnews
1
2
44
1,777
د پنجشېر له کاني زیرمو شاوخوا شپږ زره او اته سوه ګرېډه زمرد د څه باندې درې څلوېښت میلیونه افغانیو په ارزښت د داوطلبۍ له لارې بازار ته وړاندې شول. #شمشادنیوز #shamshadnews
2
4
1,457
د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون ویلي، د ژوند د لګښتونو لوړېدل، په ځانګړي ډول د انرژۍ د بیو زیاتوالی، د دغه هېواد له مهمو ستونزو څخه دي. نوموړي د انرژۍ د بیو د لوړېدو لامل پر ایران د امریکا جګړه بللې ده. #شمشادنیوز #shamshadnews
5
1,462
جرمني څلوېښت افغانان چې په بېلابېلو جرمونو محکوم شوي وو، افغانستان ته اخراج کړي دي. #شمشادنیوز #shamshadnews
1
2
4
1,534
د شمشاد ۷ بجو خبري ټولګې مهم او وروستي خبرونه #شمشادنیوز #shamshadnews
1
2
1,297
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د هغو راپورونو څخه خبر دی، چې له مخې یی پاکستان په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د جنګیدونکو وسله والو ډلو په ملاتړ تورن شوی دی. #شمشادنیوز #shamshadnews
17
1
111
5,582
نن ماښام شاوخوا ۵ بجې د پکتیکا برمل ولسوالۍ اړوند انګور اډې ته څېرمه ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د افغان ځواکونو او پاکستاني پوځیانو تر منځ نښته شوې. ځايي سرچینې وايي، چې لومړی پاکستاني لوري پر افغان خاوره ډیسي توپونه ویشتلي او وروسته افغان ځواکونو هم ځوابي برید پرې کړی، چې اوس مهال جګړه درېدلې او وضعیت عادي دی. د یادې نښتې له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي. #شمشادنیوز #shamshadnews
9
66
3,909
د افغانستان او زیمبابوې تر منځ د درېیو شل اوریزې لوبلړۍ په دویمه لوبه کې افغان لوبډلې زیمبابوې ته ۲۲۲ منډو هدف وټاکه. په دې لوبه کې عظمت‌الله عمرزي په ۵۰ توپونو ۱۱۶ منډې او اعجاز احمدزي په ۲۷ توپونو ۵۲ منډې جوړې کړې. #شمشادنیوز #shamshadnews
5
49
1,985
د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو ضد مبارزې اداره وايي، د تېرکال په پرتله په افغانستان کې د کوکنارو کرکېله څلور او د تریاکو تولید پنځه برابر لوړ شوی. #شمشادنیوز #shamshadnews
1
10
1,595
محراق موضوع: د اسراییلو پارلماني ټاکنې youtu.be/UUeMZE5mkOo
1
2
1,325
Shamshad Dari News 29/10/2026 youtu.be/4VMQoFf1sRE
1,617
بازار لومړي ځل لپاره ترکیې ته د پنبې صادراتو پیلېدل youtu.be/0pl7AiMu6yk
7
1,643
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۲۵۲ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، له دغې ډلې ۱۵ تنه د سپین بولدک او ۲۳۷ تنه د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي دي. #شمشادنیوز #shamshadnews
3
1,426
د کونړ په مرکز اسعداباد کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ د صنایعو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو، چې په کې بېلابېل کورني تولیدات نندارې ته وړاندې شوي دي. د یاد نندارتون پرانېستو مراسمو کې مسوولینو د هېواد د اقتصادي ودې لپاره د کورنیو تولیداتو پیاوړتیا مهمه وبلله او له خلکو یې وغوښتل، چې د کورنیو تولیداتو پېر او کارولو ته لومړیتوب ورکړي. #شمشادنیوز #shamshadnews
2
1,284
نورستان کې د پېښو مخنیوي په موخه امنیتي کمرې نصب شوې. د نورستان امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، چې د دغه ولایت مرکز پارون او یو شمېر سیمو کې د امنیت ټینګښت، جنايي پېښو مخنیوي او پېښو ته د چټک غبرګون په موخه امنیتي کمرې نصب کړې دي. #شمشادنیوز #shamshadnews
7
1
42
2,250
په چین کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر بلال کریمي د ګانسو ولایت د لانجو زندان له افغان بندیانو سره لیدلي، د هغوی ستونزې او اړتیاوې یې اورېدلې او د حل په موخه یې د سفارت له لوري د هر اړخیزو هڅو ډاډ ورکړی دی. #شمشادنیوز #shamshadnews
1
13
1,545
د کابل والي ملا امین‌الله عبید په کابل کې د افغانستان د کانونو له لومړي تخصصي نندارتون څخه د لیدنې پر مهال، له کورنیو او بهرنیو پانګوالو غوښتي، چې د هېواد د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي. نوموړي د کانونو د صنعت پراختیا د اقتصادي ودې، د کاري فرصتونو رامنځته کولو او د اقتصادي بنسټونو د پیاوړتیا لپاره مهم بللی. #شمشادنیوز #shamshadnews
3
26
1,991
سرحدي شرطې لوی ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په حیرتان بندر کې یو کرولا ډوله موټر څخه، چې غوښتل یې ګډ بازار ته واوړي ۶ میلیونه سعودي ریال، ۸۰ زره پونډه او ۱۳۳ زره سویسي فرانکو کشف او نیول شوي دي. #شمشادنیوز #shamshadnews
2
14
134
4,870