سپېلنۍツ (@Spelanay) header
سپېلنۍツ (@Spelanay) profile picture

زه به جنت ته د پښتو سره ځم — اِنْ شاء اللّٰه 😍

غزلکده
Joined July 2016
Photo by سپېلنۍツ (@Spelanay)Photo by سپېلنۍツ (@Spelanay)Photo by سپېلنۍツ (@Spelanay)Photo by سپېلنۍツ (@Spelanay)Photo by سپېلنۍツ (@Spelanay)Photo by سپېلنۍツ (@Spelanay)Photo by سپېلنۍツ (@Spelanay)Photo by سپېلنۍツ (@Spelanay)Photo by سپېلنۍツ (@Spelanay)Photo by سپېلنۍツ (@Spelanay)
رویه چی د صنم بدله شي خوشی خامخا په غم بدله شي یو قدم که مبارک د پکښې کېښود بت کده به په حرم بدله شي زه وعده کوم چی بیا به ګناه نه کړم ستا وعده که د کرم بدله شي بهلول مروت
3
728
چې زما د خوښې شی دی پکې ګران دی دا دنیا د نېک عمل حاجي دکان دی ته یې وس هم د جبين خالونه شمارې ګاونډي دې د سپوږمۍ په لور، روان دی ر ح بونیری صيب ✍️ #پښتوادب
1
4
295
اور د اننګو دې څوک پاخه کړل څوک دې وسول اې په مخ آتشه! سود د چا، تاوان د چا یې؟ ډېر دي ميخانې لره ورځي د شونډو جام له وايه ته خاصه ساقي د چا، مغان د چا يې ؟ علی خان بابا
1
9
946
همیشه يې د تا لارې ته کاتهٔ دي عاشقان دې پهٔ ديدن پسې ړاندهٔ دي ستا د شونډو د خوژلت لهٔ برکته د ژوندون واړه تراخهٔ راته خواږهٔ دي تا چې چاته ورکتلې پهٔ رښتیا دي هغو خلکو لاس خـتلې لهٔ هر څهٔ دي چې شفق يې غلامۍ ته غاړه کېښوه دا خو ستا د مستو نرمو شونډو سرهٔ دي عمردراز مروت
3
10
1,091
د سنـــځل ګُلو وږمـــې، د ګْــلابونو غونچـې هم په هنر کي راځې، هم په کمال کي راځې ~ پيـــــر محمـــد کـــاروان ~
موټي کې دې کاڼے وۀ، که ګل وۀ، خبر نه ومه لاس دې وۀ تاو کړے زما ویشتو تا د وار غوندې مینه د خداے مینه بېلې بېلې جامې واغوندې چاته معشوقه شي، چاته مور، چاته د پلار غوندې څۀ کوي کاروان چې کله سور ګلابي شعر وایي کله نرګسي غزل د ستړي انتظار غوندې کاروان صېب
1
3
478
ستا د دَر دربان به اوُخــــــوري يو ساعت کښې که ورخلاص مې کړل د صبر لېوان اوس اوس که دې توره د وفا خـــــــــوشدل ته ورکــــــــړه ســـــتا لهٔ در به اوُشـــــــــړم رقيبان اوس اوس خوشدل تختي خيل
3
9
1,066
موټي کې دې کاڼے وۀ، که ګل وۀ، خبر نه ومه لاس دې وۀ تاو کړے زما ویشتو تا د وار غوندې مینه د خداے مینه بېلې بېلې جامې واغوندې چاته معشوقه شي، چاته مور، چاته د پلار غوندې څۀ کوي کاروان چې کله سور ګلابي شعر وایي کله نرګسي غزل د ستړي انتظار غوندې کاروان صېب
1
1
1
5
1,388
کله د کونترې پۀ څېر کله هم د مار غوندې ژوند کله دښمن شي کله کله بیا د یار غوندې هغه شېبې تېرې شوې چې تا به راته ووٸیل واچوه لاسونه مې په غاړه کې د هار غوندې ما ځولۍ راوړې وه او تا سر خوځولے وۀ لږ هم د اقرار غوندې او لږ هم د انکار غوندې پير محمد کاروان
1
1
1
7
738
ستا د حسن صفتونه به تر څو کړم ريباران چی درليږمه رقیبان شی
2
5
757
روژه د کور کلی مزه کړی د پردی ښار څه پیشمني څه ماښامونه د روژې تنده تر ماښامه د میني تنده تر لحده پوري وینه ټپې
2
1
17
1,188
چې ګرده مرده میاشت ختمیږي زما لالی به روژې نیم خوړلی وینه مُلا! چابک شه اذان وکړه د یار لوېدلي سترګي زړه سوری کوینه #ټپې
1
6
974
بېا مازیګر شو د نظر د سوزېدو یره ده په هغه پورې بام د اور د لګېدو یره ده راشئ را واړوئ زما سترګې د یار سترګو نني جنګ کې د زړونو ماتیدو یره ده زما د ژوبل ژوبل زړه درزېده هسې نه دي بېا مې په خوا کښې د قاتل جانان د تلو یره ده رحمت شاه سائل ۱/۲
1
1
6
1,072
وخانده لږ ددې سکڼي، سکڼي ماښام په خاطر ښکلېه ! پام چې د ښېرو د لګېدو یره ده سایل هم نن غواړي اقرار او دانکار فیصله ځما د لوې صبر دجام د تویدو یره ده ۲/۲
1
6
928
اننګي دې له خندا رنګیني اخلي په لالونو کي ږلۍ ده را ایساره په اذان کې سوز او درد د بلال نشته په شپېلۍ باندې مې ویښ کړه له خومـاره د خیبر په فضا توريږې ورېځې راغلې ښـکلې زاڼې پاتې نه شي له کتاره ستا کوڅه کې پرې نازل عجیبه کیف شو ناګار ومونده جنت ته لنډه لاره اسحاق ننګيال ناګار
4
26
1,627
مه ګڼه عارف ئې ، ائینه ئې دہ ناقصه څوک چې راڅرګنده کله کله حېراني کا زړهٔ چرې د ښکلیو په وعدو نه جمع کېږي زیاته التفات ئې یو په دوه پرېشاني کا سرای د دنیاګۍ ته چې کاروان د سپرلي راشي جوړه په هر لور د دیدنونو ارزاني کا حمزه بابا رح
1
9
779
اوښکې مانځي دي که بیلمازې زما په سیري ګریوان ځي لمونځ پرې کومه #ټپه
3
9
1,319
پہ سینه کي مي درزا شي طوفان راشي تصور ته چي تصویر د جانان راشي ږیره سپینه غاښ کنډاس خو زړہ لا ځوان دی څوک چي نوم د مینې واخلي ارمان راشي د ګریوان للمه خړوبه کړم پہ اوښکو پہ هجران کي چي لہ سترګو باران راشي پہ جرګه ورته کښېنو کندي رضا شي خدای ګو نن که مې زړہ تېري یاران راشي
1
6
984
درېـغــه لـه ځایــه هسـې هوښـیار وی لکه چې اوس یم خپل مې اختیار وی راتــــه ښــکاره شـــوه یـاري د خلـکو نه د چـا یـار وی نه مې څوک یار وی خوشحال خان خټک
1
4
772
ستا د شباب رنګ چې دا کومې اداګانې کوي ياره ګلاب به دې د‌ حسن نه غلاګانې کوي چې نزاکت مونږ د حالاتو محسوس کړے نۀ وي وخت به په مونږ پورې هم داسې خنداګانې کوي قرار بۀ نۀ کوي زړۀ ياره په ګوګل کښې زما چې دې اوربل په جبين مستې ګډاګانې کوي شاهد خان یوسفزئی
1
7
906
سپېلنۍツ retweeted
شوه د غم غرغره تاو زما له غاړې تا گېډۍ د زلفو واخېسته او لاړې د لمرمخيو د عشق رنگا رنگ جلوې دي ماښام خانده لکه گل سهار به ژاړې په مات زړۀ کې د چا خيال پر بڼو اوښکې ورا تېرېږي جونې دي په بام ولاړې زړۀ مې رېږدي بيلتون کټ کټ په خندا دی خدای دې وري ته نه ښيي د ليوۀ داړې شاعر؟
3
13
1,595