د افغان لوبډلې سوکه توپاچونکي نوراحمد لکڼوال په راتلونکي پړاو سويلي افريقا ليګ کې د کين ويليمسن پر ځای د ډوربن سوپرجاينټز لوبډلې سره د لوبېدو تړون وکړ.
کين ويليمسن چې دې لوبډلې سره د لوبغاړي په توګه مل و، تيره ورځ د يادې لوبډلې له لوري د مشر روزونکي په توګه اعلان شو، چې پرځای يې له نور احمد سره د لوبيدو تړون وکړ.
#RTASport
2
239
د سنوکر افغان ورزشکار رییس خان سنزي د سنوکر نړۍوال جام سیالیو په نیمه پایلوبه کې د پاکستاني سیال پر وړاندې ۴ - ۱ ماته ومنله او په دې سره د برونزو مډال ګټونکی شو. دغه سیالۍ په دوه ( انفرادي او ګروپي) برخو کې ترسره کېږي، چې د افغانستان په استازولۍ درې افغان ورزشکاران ګډون پکې لري.
#RTASport
157
بازی میان روما و پاریسنجرمن مساوی به پایان رسید
در آخرین روز هفته پنجم لیگ قهرمانان اروپا تیمهای ایاس روما و پاریسنجرمن به مصاف هم رفتند که پس از یک بازی تماشایی هر دو تیم تن به مساوی داد.
در این بازی برا روما ماریو هرموسو و دانیال مالین گولزنی کردند و به نفعه پاریسنجرمن الیا زبارني و عثمان دمبلی گولهای را به ثمر رساندند.
پس از این بازی پاریسنجرمن با ۱۳ امتیاز در مقام دوم ماند و تیم روما در جایگاه بیستوپنجم قرار گرفت.
#RTASport
#championsleague
178
د افغانستان سنوکر ملي لوبډلې لوبغاړی رییس خان سنزی د سنوکر نړیوال جام سیالیو نیمهپایلوبه کې له خپل پاکستاني سیال اصف خان پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کیږي.
ټاکل شوې ده، چې دغه ستره سیالۍ به نن پنجشنبه له غرمې مخکې د عمان په مرکز مسقط کې ترسره شي.
د یادولو ده، چې د سنوکر نړۍوال جام سیالۍ د ۱۶ هېوادونو تر منځ په عمان کې روانې دي.
#RTASport
#snooker
بارسلونا په یوه په زړه پورې لوبه کې صباح لوبډلې ته ماته ورکړه
د اروپا اتلانو لیګ د پینځمې اونۍ په وروستۍ ورځ بارسلونا له سیالې صباح اېفسي لوبډلې سره مخامخ شوه، چې له یوې هر اړخیزې لوبې وروسته بارسلونا پکې سیالې لوبډلې ته ۴ - ۱ ماته ورکړه.
په دغه جذابه سیالۍ کې بارسلونا ته کریم ادیمي او ګبرېل ژزوس یو ـ یو او انټونيګارډن ۲ ګولونه ووهل. خو صباح لوبډلې ته بیا جوی لانس مېکلز یوازېنی ګول ترسره کړ.
له دې پایلې وروسته بارسلونا د نومرو جدول کې څلورم مقام ته پورته شوه.
#RTASport
#championsleague
#football
180
سویلي افریقا له بنګلهدېش ټېسټ لوبلړۍ وګټله؛
سویلي افریقا په دویمه ټېسټ لوبه کې د ویان مولډر غوره توپاچونې پر مټ کوربه بنګلهدېش ته په یوې پاڼۍ او ۲۱۹ منډو ماتې ورکړه او په دې سره یې د دوه ټېسټ لوبو لوبلړۍ ۲ ـ ۰ په خپل نوم کړه.
په دې لوبه کې ویان مولډر د ۸ وېکټو اخیستو ترڅنګ ۱۰۰ منډې جوړې کړې چې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
#RTASport
3
376
د سنوکر افغان لوبغاړي رییس خان سنزي د نړۍوال جام په سیالیو کې خپل هندي سیال ته د ۳ -۲ فریمونو په توپیر ماتې ورکړه او په دې سره یې د ۱۶ غوره لوبغاړو پړاو ته لاره وموندله.
نوموړی به په راتلونکي پړاو کې له قطري سیال سره مخ شي.
دغه سیالۍ د عمان په پلازمېنه مسقط کې د ۱۶ هېوادونو د لوبغاړو په ګډون روانې دي، چې افغانستان پکې درې استازي لري.
#RTASport
254
پیاوړي چاپندازان او غښتلي اسونه یو ځل بیا په یکهتوت کې
یوازې ۱۱ نورې ورځې تر بلخ سټیل د افغانستان وزلوبې او نیزهوهنې لیګه پورې
دا سترې سیالۍ یوازې او یوازې پر مليسپورټ او زموږ له ټولنیزو پاڼو څخه لېدلای شئ!
#RTASport
#buzkashi
#Afghanistan
#naizabazi
197
د افغانستان سوکوهنې ملي لوبډله د ترکیې په «جمهوري ریاست جام» سیالیو کې د ګډون په موخه نن چهارشنبه د ترکیې پر لور وخوځېده.
په دغه لوبډله کې درې لوبغاړي، یو روزونکی او د فدراسیون مشر شامل دي.
د ترکیې سوکوهنې نړیوالې سیالۍ د ۱۲۰ هېوادونو په ګډون سبا پنجشنبه پیلیږي.
#RTASport
1
374
د هند کرېکټ غوره لیګ راتلونکي پړاو لپاره ټولټال ۱۲۲۰ لوبغاړو نوملیکنه کړې، چې له دې ډلې ۹۳۹ یې هندي او ۱۷۰ یې بهرني لوبغاړي دي.
د ایپياېل بولۍ به راتلونکي ډیسمبر میاشت پر ۴مه نېټه ترسره شي.
#RTASport
#IPLAuction
5
385
رقابتهای فوتبال میان ولسوالیها که چندی پیش از سوی نمایندگی فدراسیون فوتبال ولایت بدخشان در مرکز این ولایت آغاز شده بود، سرانجام با قهرمانی تیم ولسوالی درواز به پایان رسید.
در دیدار نهایی این بازیها تیمهای ولسوالی درواز و شهربزرگ با هم روبرو شدند که پس از یک بازی جذاب و دیدنی هر دو تیم تن به مساوی دادند و بازی به ضربات پنالتی رفت.
در ضربات پنالتی تیم ولسوالی درواز حریفش را شکست داد و قهرمان دومین دور مسابقات جام کوکچه شد.
رحمان داد بهترین بازیکن، احمد زبیر احدی آقای گول و تمیم محمدی بهترین دروازهبان این مسابقات شناخته شدند.
#RTASport
222



















