BBC Pashto (@bbcpashto) header
BBC Pashto (@bbcpashto) profile picture

پر اېکس د بي‌بي‌سي پښتو رسمي پاڼه. د افغانستان، سیمې او نړۍ په اړه خبرونه او شخصي کیسې - ټولنیز، اقتصادي او هنري مسایل. وټس‌اپ: 00448000121010

London
Joined December 2008
Photo by BBC Pashto (@bbcpashto)Photo by BBC Pashto (@bbcpashto)Photo by BBC Pashto (@bbcpashto)Photo by BBC Pashto (@bbcpashto)Photo by BBC Pashto (@bbcpashto)Photo by BBC Pashto (@bbcpashto)Photo by BBC Pashto (@bbcpashto)Photo by BBC Pashto (@bbcpashto)Photo by BBC Pashto (@bbcpashto)Photo by BBC Pashto (@bbcpashto)
د ډونلډ ټرمپ د مخالف ډيموکرات ګوند نوماند عبدالرحمن محمد السید لومړنی مسلمان امریکایی شو چې د دغه هېواد په منځمهاله ټاکنو کې له میشیګن ایالته سنا جرګې ته بریالی کېږي. تفصیل د بي‌بي‌سي پښتو وېبپاڼې پر ځانګړې ژوندۍ پاڼې ولولئ: bbc.in/4sJSjQz
959
د میشیګن ایالت د ډیموکرات ګوند د مشرانو جرګې نوماند عبدل السید، له منځمهاله ټاکنو وروسته د امریکا د متحده ایالاتو د لومړني مسلمان سناتور په توګه وټاکل شو.
1
3
229
د امریکا یوې فدرالي محکمې د سې شنبې په ورځ د ډونلډ ټرمپ ادارې هغه پلان وځنډاوه چې له مخې یې لسګونه افغان کډوال افغانستان ته ایستل کېدل. د کډوالو د حقونو ملاتړو ډلو ویلي وو چې دا اقدام کولی شي د دغو کسانو ژوند له جدي خطر سره مخامخ کړي. bbc.in/4zwK7Wy
1
1,296
په امریکا کې د منځمهاله ټاکنو په اړه چې د ډونلډ ټرمپ ګوند پکې له سختې ماتې سره مخامخ دی، په غبرګون کې ایران ویلي چې امریکایانو ښکاره کړه چې جګړه نه غواړي. جزیات د بي‌بي‌سي پښتو وېبپاڼې پر ځانګړې ژوندۍ پاڼې ولولئ: bbc.in/4eyQQa3
25
2,046
ښاغلي ټرمپ پر ایران د لا نورو بریدونو پلان ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، "موږ باید یو لوی اقدام وکړو" او ښايي دا به یو "دروند ګوزار" وي. د خبر تفصیل د بي‌بي‌سي پښتو وېپاڼې پر ژوندۍ پاڼې کتلی شئ: bbc.in/4iuVJBR
1
1
41
3,009
د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ ګوند (جمهوري غوښتونکي) له تاریخي ماتې سره مخامخ شوی او ډيموکراتان د استازو جرګې او سنا دواړو کنټرول ترلاسه کولو ته نږدې شوي دي. جزیات د بي‌بي‌سي پښتو وېپاڼې پر ژوندۍ پاڼې کتلی شئ: bbc.in/4BFMNSW
4
52
3,439
حیات الله څرک، له نژدې دوه کاله بې‌کارۍ وروسته په کندهار کې د سوپ پلورولو ته مخه کړه. اوس یې کار دومره غوړېدلي، چې په کندهار ښار کې یې پنځ څانگې پرانیستې او لسو کسانو ته یې د کار‌ زمېنه برابره کړې ده. عصمت بهیر د هغه د کاروبار په اړه دغه وېډیو جوړه کړې ده.
2
10
108
7,699
د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د رايو بهير پایته رسېدلی او د رايو شمېرل پیل شوي. لومړنۍ نښې څرګندوي چې اقتصادي وضعیت د منځمهاله ټاکنو پر مهال د رایه ورکوونکو تر ټولو مهمه اندېښنه وه. لومړنۍ پایلې به په تدریجي ډول خپرې شي. ګوربت ننګيال د امریکا منځمهاله ټاکنو ته کتنه کړې ده.
8
72
6,027
کله چې خلک د ناخوندي خوړو سوچ کوي، ډېر کله د خوړو زهرجنېدو فکر کې وي. خو د روغتيا نړيوال سازمان يوې مهمې څېړنې موندلې، تر ټولو وژونکی ښايي، د ارسېنېک يا زرنيخو او سرپو په څېر پټ فلزونه وي. د بي بي سي خبريالې ليليا لولېنکو پرې دا راپور چمتو کړی.
1
8
2,442
کانګرېس له دوو برخو جوړ دی د استازو جرګه (ولسي جرګه) او سنا (مشرانو جرګه). ټاکنې هر دوه کاله پس کېږي. کله چې دا ټاکنې د ولسمشر د څلور کلنۍ دورې په منځ کې ترسره شي، منځمهاله ټاکنې بلل کېږي. bbc.in/4yYc48s
1
1,165
د اسپانیا یو فوټبال لوبغاړی، د ټنریف لوبډلې لپاره د لوبې پر مهال له سختې ژوبلېدا وروسته مړ شوی دی. ۳۰ کلن خېسوس دي میګېل، پرون د اسپانیا دویمې درجې سیالۍ پر مهال د اندورا کلب ګول ساتونکي، خېسوس اووونو، سره په سخت ټکر کې د زړه له حملې سره مخ شو.
6
1,722
په امریکا کې هر ايالت د خپلو ټاکنو د ترسره کولو بشپړ مسوولیت او د رايو د شمېرلو او پروسې بشپړولو لپاره ځانګړي اصولو او مقرارت لري. ځينې ايالتونه د ټاکنو له ورځې مخکې د هغو رايو ارزونه او شمېرل پيلوي چې له وړاندې اچول شوې وې. bbc.in/4AaKNAL
2
1,300
د امريکا منځمهاله ټاکنې ولې تل د نومبر میاشتې پر لومړیو سې شنبو وي؟ د بي بي سي خبرياله لورا ګارسيا يې روښانوي..؟
10
2,084
امريکا د راپورونو له امله د ايران پر قشم ټاپو محدود ګوزارونه کړي يو داسې څه چې دفاعي عمليات بلل شوي دي.ايران کې دولتي رسنيو دغه ټاپو کې د چاودنو راپورونه ورکړي. دا بريد امريکا کې د نننیو منځمهالو ټاکنو پر شپه شوی. د بي بي سي شمالي امريکا خبريالې اېيون وېلز پرې نور حال راکړی.
39
4,458
په امريکا کې خلک نن په داسې ټاکنو کې رایې کاروي، چې ښايي د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ وروستي څپرکي ته سرې کرښې وکاږي. تمه ده د لومړنیو پايلو د خپرېدو لړۍ يې هم نن ماښام پيل شي. د بي بي سي شمالي امريکا خبريالې شيماء خليل د امريکا له لرې شمال لوېديځ، الاسکا دا راپو رالېږلی دی.
1
8
50
6,150
د هانګ کانګ شپږ اوريزو سياليو د اتلولۍ له ګټلو وروسته افغان لوبغاړي کابل ته رسېدلي دي. د افغان لوبډلې روزونکی کريم صادق وايي، لوبغاړو ډېر زيار وايسته او د ده په وینا په پايلوبه کې اسټرالیا ته ماته ورکول اسانه نه وو. افغانستان په لومړي‌ ځل د کرېکټ شپږ اويزې سیالۍ وګټلې.
1
10
144
5,639
د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف وايي، که امریکا بیا کومه "محاسباتي" او "ستراتېژیکه تېروتنه" وکړي، نو دا ځل به د ده په وینا د جګړې له یوه نوي ډګر سره مخامخ شي او دوی به یې جغرافیایي پولو ته له پام پرته مادي او غېرمادي شتمنۍ تر برید لاندې راولي.
1
11
1
141
9,574
کلیستنیکس د کوڅو یا میداني ورشونو یو ډول دی چې وروستیو کلونو کې د ډېرو افغان ځوانانو پام ور اوښتی. دا لوبه پېچلو وسایلو او ګران بیه امکاناتو ته اړتیا نه لري. سلمان سلطاني په افغانستان کې د دې لوبې د مخکښانو او لومړني لوبغاړي په توګه پېژندل شوی.
1
25
5,230
د هند په لوېدیځ سورت ښار کې یو ځل بیا اسمان له دې کبله تور لوګیو پوښلی، چې د خځلو په یوه ستر ډېران کې اور لګېدلی. د رپوټونو له مخې دا روان کال پنځم ځل شو چې دغه ځای کې اور لګېږي.
1
42
8,322