پنجابي تیل یې وهلي لاس یې نه ټینګوي لاس!
د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالیتونه په دې ورځو کې ډېر ورو شوي دي د غورځنګ اکثره ملګري نیول شوي دي په دې حساسو حالاتو کې باید غږ خاموش نه شي ځکه پنجاب د لر او بر افغان وطن لپاره په خطرناک پلان کار روان کړی دی.
47
افغان ماشومان ټول خواږه، ښکلي، معصوم او د مینې ډک زړونه دي؛ د دوی په خندا کې د ژوند ښکلا، په سترګو کې یې د معصومیت رڼا او په څېرو کې یې د نړۍ تر ټولو خوږه ښکلا نغښتې ده.
🩵🌱
4
203
راج او تاج اوس هم په کې د کاڼو د خدایانو دی
کلی به زمونږ وي خو اختیار یې د خانانو دی
شور چې دې په غاړه کې د سرو زرو زنځير کوي
څه له دې خپل کړی دا عادت د غلامانو دی
#شاه_سایل
یو ته قهر بل ته مهر شابسې
دا کوې هم دا کوې په سترګو کې
زه حمزه دوعا درته په خوله کوم
ته راته ښکنځا کوې په سترګو کې
#حمزه_بابک 🌱
که موزیګی دې راته مړ کړ
یو به غازي شې بل به زه در پاتې شمه
#لنډۍ
1
10
388
پښتانه د مینې، ژوند، آزادۍ، علم او موسیقۍ خلک دي؛ خو د ناپوهۍ، افراطیت او غیرمعقولو افکارو هغه بار چې د دوی پر اوږو په لوی لاس اېښودل شوی، د دوی اصلي هویت نه دی، بلکې پر فکر او شعور تپل شوې تیاره ده. پښتانه له دې تیارو ډېر لوی دي!
🌱❤️🩹
د وطن نوموتي او نومیالي هنرمند له دې نړۍ سترګې پټې کړې او د هنر په ډګر کې یې یوه نههېرېدونکې تشه پرېښوده.
د هغه کورنۍ، دوستانو، مینهوالو او ټولو هنرپالو ته د زړه له کومې د خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کوم.
یاد او هنري میراث به یې تل ژوندی وي!
💐🙏
د بې کس په ماتم کله چا نارې کړې
څوک په مرګ د شمې ولیده غمګین چا؟
څوک په زخم پاهه ږدي د بېکسانو
د یتیم اوښکې کړې وچې په استین چا؟
#شیدا
د دې ماشوم په سترګو، څېره او چلند کې د وطن د بېوزلۍ، انساني محرومیت او اقتصادي ناورین یوه ډېره دردوونکې کیسه کوکارې وهي.🥺
زه شناس ځم نن د بې وسو پۀ کوڅه تیرېږم
ماته لمدې جامې راواغوندئ، چې اور وانخلم
#زاهدشناس
