Pinned Tweet
Thank you for your unwavering dedication, resilience and love for the game even in the face of challenges and criticism. Your hard work and passion inspire us as fans, reminding us of the beauty of cricket and the strength it takes to represent our nation #Atalano
@ACBofficials
Pari 🇦🇫 retweeted
قدرمنو هېوادوالو! سلامونه او درناوی!
خوښ یم چې په دې ویډیو کې له تاسو سره په مزارشریف ښار کې د خپلې استوګنیزې پروژې The President Residency ډیزاین او جزئیات شریکوم.
دا پروژه د نړۍوالو معیارونو پر بنسټ ډیزاین شوې، چې په دوو بلاکونو کې به ۱۵۰ آپارتمانونه ولري. ساختماني چارې به یې د Frontline Development له لوري پرمخ وړل کېږي او ټاکل شوې چې په ۱۸ میاشتو کې بشپړې شي، ان شاءالله.
زموږ هڅه دا ده چې خپلو هېوادوالو ته د ښکلي ډیزاین، باکیفیته جوړښت او هوسا ژوند لپاره یو غوره استوګنیز چاپېریال برابر کړو.
Pari 🇦🇫 retweeted
نن مې د قوش تېپې کانال له سترې ملي پروژې او د کرنې له تحقیقاتي مرکز څخه لیدنه وکړه. ډېر خوشاله یم چې په خپل ګران وطن کې مې د آبادۍ او پرمختګ دا هڅې له نږدې ولیدې؛ داسې هڅې چې د افغانستان راتلونکي ته د انسان هیله او باور لا پیاوړی کوي.
د کانال په لیدو مې د وطن شنې دښتې، د بزګرانو ښه راتلونکی او د یوه آباد او پر ځان بسیا افغانستان سبا سترګو ته ودرېد. د کرنې په تحقیقاتي مرکز کې روانو هڅو هم دا هیله راکړه چې د علم، څېړنې او زیار په مټ به مو کرنه لا وده وکړي او د خلکو ژوند به ښه شي.
له ټولو هغو کسانو چې د دې ملي پروژو لپاره هلې ځلې کوي، په ځانګړې توګه د ملي انکشاف شرکت له مشرتابه، انجنیرانو او زیارکښو کارکوونکو څخه د زړه له کومې مننه کوم. له نږدې مې ولیدل چې په څومره مینه، اخلاص او وطندوستۍ کار کوي. د دوی په هڅو کې مې د وطن د آبادۍ لپاره ټینګ هوډ ولید؛ الله دې یې زیارونه په ښو پایلو بدل کړي.
همدا راز مې د رېل پټلۍ هم ولیده؛ د هېواد د سوداګرۍ د پراختیا، د توکو د لېږد او له سیمهییزو بازارونو سره د افغانستان د نښلولو لپاره یو مهم ګام، چې د اقتصادي ودې هیلې مو لا زیاتوي.
دا وطن زموږ ګډ کور دی او آبادي یې زموږ ګډ مسؤلیت. لکه څنګه مو چې په کرکټ کې خپل وطن له سیالانو سره سیال کړی، ان شاءالله، د خپلو خلکو په یووالي، علم او زیار به یې د کرنې، سوداګرۍ، اقتصاد او آبادۍ په ډګرونو کې هم له سیالانو سره سیال کړو.
تل دې ودان او سرلوړی وي زموږ ګران افغانستان!
Pari 🇦🇫 retweeted
Where do I begin? That was an evening I'll never forget.
It’s an incredible honour to receive the Ballon d’Or award after a year full of goals, trophies and special milestones. Thank you to all the staff and my teammates at @england and @fcbayern, as well as family, friends and everyone who’s supported me – this wouldn’t be possible without you all.
Thank you to everyone who has sent a kind message, social media post - I appreciate every single one of them.
This will live long in the memory. 🙌🏆❤️























