د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې تابش پوهنتون د کیفیت تضمین دویم پړاو اعتبار ترلاسه کولو په ویاړ د خپلو استادانو او کارکوونکو د ستاینې غونډه وکړه.
د ولایت مقام د ټولنیزو او فرهنګي چارو کارپوه مولوي سمیع الله سمون د پوهنتون علمي هڅې وستایلې او ویې ویل دولتي او خصوصي پوهنتونونه
د پوهنتون بنسټګر دوکتور خیرمحمد مومند دا لاسته راوړنه د رهبرۍ، استادانو او کارکوونکو د ګډو هڅو پایله وبلله او د درېیم پړاو اعتبار ترلاسه کولو لپاره یې د هڅو پر دوام ټینګار وکړ.
د پوهنتون رئیس دوکتور عبدالحمید سیرت او د علمي چارو مرستیال ولي الله حنیفي هم د
د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس مولوي امین الله شریف د روغتيايي ټيم په ملتيا په هغو سیمو کې د ډینګي ناروغۍ د پېښو د ارزونې په موخه څارنه وکړه، چې په دې ناروغۍ د اخته کېدو راپورونه پکې ورکړل شوي دي.
د مولوي خالص او رحمت فامیلیو، چپرهار تریلي او هډې اخندزاده سیمو کې د ناروغۍ د لاملونو څېړنه وشوه، ولاړو اوبو ته د لارواسایډ درمل وکارول شول او ځايي اوسېدونکو ته وقايوي سپارښتنې وشوې.
د ننګرهار پنځو کنګفتوا ورزشکارانو په کابل کې د لسو ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ سیالیو کې خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې او بریاوې یې خپلې کړې دي.
د ننګرهار المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست د دغو ورزشکارانو بریاوې ستایلې او د لا زیاتو لاسته راوړنو هیله یې څرګنده کړې ده.
د ختیځ زون د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو ریاست په اداري غونډه کې د څښاک پاکو اوبو د تولید زياتوالي او رسولو، د اوبو شبکو پراختیا او د نویو پروژو پر دقیق پلان جوړونې ډاډ وښوده.
د ننګرهار المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست د بدن ښکلا فدراسیون اړوند روزونکو ته د مسلکي چلند، کلپونو مدیریت او ورزشي معیارونو د پلي کېدو په موخه یو ورځنی روزنیز سمینار جوړ کړ.
د ننګرهار اقتصاد ریاست په هڅو، د یونیسف په مالي ملاتړ او د HYISO مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، په جلال اباد ښار او ۱۵ ولسوالیو کې د حرفوي زده کړو او ماشومانو د ملاتړ پروژه پلې کېږي.
د پروژې له مخې به ۳۸۰ کسانو ته د خیاطۍ، سولر سیسټمونو او ریکشا ترمیم او نورو برخو کې حرفوي زده کړې ورکړل شي، همدا راز به د ماشومانو د پاملرنې ۳۴ مرکزونه جوړ او ۳۶۰۰ ماشومانو ته د زده کړو او رواني روغتیا خدمات برابر شي.
د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم ولایت مقام کې د ادارو رئيسانو او ولسوالانو سره د بېلابېلو ستونزو او مسايلو حل په موخه وليدل او دوی ته يې په اړونده برخو کې د لازمو اجراآتو سپارښتنې وکړې.ل کې حکمونه وکړل او دوی ته يې په بېلابېلو برخو کې د امکاناتو په برابرولو لارښوونې وکړې.
نوموړي د ادارو مسوولينو ته د وړانديزونو په حل کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او دغه راز يې دوی ته د يو شمېر مسايلو په تعقيب کې لازم هدايات وړاندې کړل.
هغه په ورته مهال علماء کرامو، قومي مشرانو او ولسي خلکو سره په جلا ډول وکتل او د دوی ګڼ شمېر ستونزې، غوښتنې او عريضې د حل په موخه واورېدې.
د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند سره د فرمانونو او حکمونو د تعقيب او نظارت لوي رياست د کنټرول او مراقبت رئيس مولوي کل عالم په مشرۍ د ګډو ادارو پلاوي د دې ولایت په ادارو کې د اجناسو شتون او ارزښت تثبيتولو په موخه ولیدل.





















