Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ (@rangeeza) header
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ (@rangeeza) profile picture

Empathic, sympathetic, democratic & HR activist. Born & grown up in war, but peace in my heart! I never give up hope for peace & freedom. #FreeAfghanistan!

🌎
Joined September 2021
Photo by Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ (@rangeeza)Photo by Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ (@rangeeza)Photo by Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ (@rangeeza)Photo by Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ (@rangeeza)Photo by Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ (@rangeeza)Photo by Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ (@rangeeza)Photo by Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ (@rangeeza)Photo by Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ (@rangeeza)Photo by Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ (@rangeeza)Photo by Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ (@rangeeza)
زړ❤ يې مه بـــــوله; تور کاڼى د صحرا دى په ليدو دې زخمي، زړ❤ چې زخمي نه شي "Kindness is a mark of faith, whoever is not kind, has No faith." Afghanistan! ❤🇦🇫❤
59
24
3
389
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ retweeted
یوازې د طالب ستاینه کوه، نور نو د دوی پېشوا او مقتذا یې، ستا کفر اسلام، اخلاق او بد اخلاقي ته نه کتل کېږي. طالب د خپلو تبلیغاتو لپاره د افغانستان په حیثیت، عزت او وقار پښه ایښي ده او له غربه د رسمیت اخیستلو لپاره د وطن پر حیثیت هر ډول لوبې ته تیار دی.
19
18
2
138
8,417
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ retweeted
شعر: ستر ښاغلی جهاني صاحب غږ: اروا ښاد وحید صابري خمـار مې نه مـاتېږي شرابونه بېګانه دي ساقي راته اشنا دى خو جامـونه بېګانه دي پښېمـانه درته نه يم بد ګومـانه راته نه سې جنونه ته مې خپل يې زنځيرونه بېګانه دي سجدې ته يې د يار كوڅې ته نه يمه بللى پردى قاصد راغلى پېغامـونه بېګانه دي پتنګ په دې محفل كي وزر نه سي خپرولاى لمبې په کې سړيږي پانوسونه بېګانه دي دې ښار كې ربابونه د سنګسار په غېږ كې غواړه نغمې ګوتو كې ژاړي شهبازونه بېګانه دي لښكر د غمـازانو دې له كومه رابللى جانانه سـتا په كلي كې مې پلونه بېګانه دي چې زمـا د لېونو چيغو جواب ورسـره نسـته يا زه يم بدل سوى يا دا غرونه بېګانه دي غرور مې له ناكامه تش آسمـان ته كچكول نيسي ازل خو داسې نه وو قسمتونه بېګانه دي سـتا دم د مسيحا دى زه منكر ور باندې نه يم طبيبه لاس دې جار سم پرهـارونه بېګانه دي سجدې د جهـاني پر تندي مه غواړه زاهده په دې سـركښه ښار كې محرابونه بېګانه دي
1
6
2
50
3,397
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ retweeted
زلمکی چې وم د ارواښاد وحید صابري دا سندره ډېره خپرېده: "دو موجود ز هستي گرامی تر است یکی میهن و دیگرش مادر است..." دې سندرې د مور او وطن مینه په زړونو کې کرله. وحید صابري له خپل بیتلي سټایل او اماتورې موسیقۍ سره د یوه وطنپال نسل د ولولو ترشا لا هم له خپل غږ سره ولاړ دی آ غږ یې راځي: " ستا د حسن نندارې ته ودرېدلي یو د دردونو په صحرا کې ګرځېدلي یو..." په روستیو کلونو کې مو ولیدل... د موسیقۍ او هنر په اړه وغږېدو او وموخندل... خو نن وحید صابري نشته غږ او هنر به یې وي که همزولی نسل یې نه وي راروانو نسلونو ته به یوه خوږه خاطره غوندې وریادیږي... ارام ویده شه اشنا!
20
4
163
4,709
چي زمـا د لېونو چيغو ځواب ورسـره نشته يا زه يم بدل شوى يا دا غرونه بېګانه دي غرور مې له ناكامه تش آسمـان ته كچكول نيسي ازل خو داسې نه و، قسمتونه بېګانه دي پښېمـانه درته نه يم، بد ګومـانه راته نه شې جنونه! ته مي خپل يې، ځنځيرونه بېګانه دي سجدې د جهـاني پر تندي مه غواړه زاهده په دې سـركښه ښار كې محرابونه بېګانه دي خمـار مي نه مـاتېږي شرابونه بېګانه دي ساقي راته اشنا دى، خو جامـونه بېګانه دي ***** د مسافر زنکدن سخت دی سلګۍ يې خيږي، د وطن ارمان کوينه! د هنر د نړۍ يو بل ځلانده ستوری هم ولويد… هيڅ به حس نه شي، ځکه په وطن او هموطن هسې هم بلا تيارې خورې ورې دي…💔🇦🇫💔 اروا يې ښاده🤲🤲🤲 د وطن خاورې! په مرګ خو يې په خپلې غيږې کې ونيسه… د جهاني صيب @AbdulbariJaha10 دغه شعر ته خدای بخښلي لوی هنرمند وحيد صابري ساه ورپو کړې او د خورا ډيرو هنرونو ترڅنګ به يې يو بې ساری شاهکار تل ژوندی پاته شي… share.google/vcGCK2Z2nwJQ3uu…
6
6
1
48
1,695
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ retweeted
Islamic etiquette teaches that charity should be given discreetly. This is not charity; it’s a promotional video that humiliates and disrespects the poor. Worse, it portrays Afghanistan negatively to the rest of the world.
SNEAKO gave sadaqah to children outside a masjid in Afghanistan on Jummah. May Allah accept it and bless them. 🤲❤️
29
34
1
241
16,966
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ retweeted
In addition to Sneako being an American, the other man with the turban and long beard is also speaking English fluently with an American accent. He must be one of the Taliban supporters who is an Afghan/American that now lives in Afghanistan. We have dozens of such imbecilic in Afghan community in the US who live in the US but support the Taliban! Notice how he is brainwashing Sneako.. This is how the whole process of recruiting people to work with the Taliban begins. How long before the US stops sending money to the Taliban? And how long before the US prosecutes any American who lobbies for the Taliban, works with the Taliban, or makes content like this that supports the Taliban? DONT LET ANY OF THEM TO COME BACK TO THE US!!
This quoted post is unavailable.
36
5
151
15,372
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ retweeted
Balkhi, no amount of foreign influencers kissing the Taliban’s boots will erase your movement’s bloody history. You didn’t liberate Afghanistan. You terrorized its people with suicide attacks, IEDs and assassinations, then took power and stripped millions of their freedoms. Now you want the world to believe Afghans support you because they don’t openly condemn you? Remove the threat of punishment, allow free elections and let Afghans speak. Then we’ll see how much support you actually have.
SNEAKO asked Taliban spokesperson Abdul Qahar Balkhi who REALLY runs Afghanistan 🇦🇫
13
24
1
119
6,231
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ retweeted
درنو پښتنو، د پښتو ژبې په اړه د بې‌صلاحیته وګړیو په بې‌بنسټه څرګندونو مه‌احساساتي کېږئ. دا ورځې له مبهمو او مرموزو ادرسونو څخه د پښتو ژبې د تاریخ او پوهنیزې بډایېنې په اړه داسې کسان له عصبیت ډکې څرګندونې کوي، چې هېڅ‌راز اکاډمیک او علمي صلاحیت نه‌لري. څرګنده ده، چې د دوی ریښې له ځینو پردیو سرچینو خړوبیږي، ځکه د افغانستان د قومونو او فرهنګونو ترمنځ د شخړو پېښول د دغو دوښمنو کړیو اجندا ده. پښتو ژبه نه د دغو نالوستیو په وینا سپکیږي او نه د ناعلمي او بې‌خبرو احساساتي غبرګونونو په مټ درنیږي. پر پښتو ژبه، تاریخ، ادبیاتو او ولسي پانګه د ډېرو لویو نړیوالو اکاډمیکو بنسټونو او پوهانو له خوا مستندې څېړنې شوي او کیږي چې همدا هماغه کافي دي. د پښتو ژبې په اړه که له ستر خوشال، حمید، شیدا، روښان، غني و مجروح او لس‌هاوو نورو درنو ادب‌سټو راتېرشو د نړۍ په هېڅ ژبه کې د لنډۍ، غاړو، د ملي هیندارې د نکلونو سیال نه‌شته. دا زموږ خبرې نه‌دي، د فرانسوي جېمز دارمستېتر، امریکايی الېز ګریسوالډ، نارویژي جورج مورګن‌سټېرنه، ډنمارکي کلاوس فردیناند او نورو لویو پوهانو نظرونه دي، چې په پښتو لنډیو کې یوعالم مینه، عواطف، تفکر او هغه انساني ارزښتونه په خورا هنري ژبه موندلای شئ، چې که پښتو او پښتانه بل هېڅ ادبي ځېل ونه‌لري همدا لنډۍ یې د ټولې نړۍ له ادبیاتو سره سیالي کوي. اکاډمیک بنسټونه داسې وايي، خو له عصبیته رنځېدونکي وګړي غواړي په هوايي څرګندونو خپګان او غوسه پېښه کړي او بیا د افغانستان وروڼه قومونه سره خوابدي کړي. غبرګون په دوه دلیلونو نه‌دی پکار: ۱- دا څرګندونې دومره ناعلمي او نااکاډمیکې دي، چې په غبرګون نه ارزي. که دا څرګندونې د علمي څېړنو په پایله کې شوې وای، بیا به یې متخصصو څېړونکیو وړ ځواب خامخا ویلی وای. ۲- غبرګون ښوول د دوښمن ژرندې ته اوبه ورپرېښول دي، ځکه هغوی غواړي همدا چې شخړه پېښه کړي. زما دا لیکنه هم هیچا ته غبرګون نه‌دی، بلکې پښتنو ته یوه سپارښتنه ده، چې ارام، ډاډمن او په ساړه ټټر خپل فرهنګ پیاوړی کړئ، خپله ژبه وپالئ، علمي ژباړې وکړئ، هنري اثار وپنځوئ، خپل ولسي ادبیات راټول کړئ او پښتو په پوهه و هنر هسکه وساتئ! دې ژبې په څو پېړیو کې د زریزو مزل کړی او همداسې به مخ پرهسک ځي!
31
3
132
4,916
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ retweeted
د امریکا ټاکنې او کورنی ادلون بدلون پر افغانستان هېڅ مخامخ اغېز نه‌لري، په دې خپل سرخوږول ساده‌ګي ده. د افغانستان پر حالاتو یوازې د افغانستان د خلکو جمعي خرِد او ملي اراده اغېز لري، چې له تپې تیارې یې وایستلی شي. بهرنۍ پېښې پر افغانستان هېڅ مثبت اغېز لرلای نه‌شي، که اغېز کوي، نو خامخا به منفي وي، ځکه بهرنیان یوازې خپلې ګټې پالي او هېڅ پردی د افغانانو ګټې نه‌پالي. د لویو پانګوالو او زورورو هېوادونو اغېز به هغه وخت خامخا څرګند شي، چې د سیمې په اړه یې په سیاستونو کې ډراماتیک بدلون راشي، بیا هم هرډول بهرنی اغېز د افغانستان لپاره منفي دی. مثبت بدلون یوازې او یوازې د افغانانو په هوښیاره اراده راتلی شي. هو ریښتیا: زما دا باور اوسنی نه‌دی، زما تېرو شل‌کلنو لیکنو ته سر ورښکارولای شئ، که سلګونه نه‌وي لسګونه ځله مې لیکلي، چې: یوازې بریالي ملتونه دا درک کولای شي چې: د بهرنیانو دوستي او د خپلو خلکو دوښمني ځانوژنه ده!
7
1
67
3,103
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ retweeted
Replying to @MajeedQarar
1
7
44
1,501
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ retweeted
۱/۲ ۶ کاله تېر شول، خو زه لا هم د هغې ورځې له درده نه یم راوتلې. د هغو ځوانانو خندا، هیلې او د کورنیو خبرې یې لا هم راته ژوندۍ دي. دا لیکنه چې بیا لولم، هماغه درد مې پر زړه راخور شي. هغه ورځ مو ځوانان له کتابونو او خوبونو سره خاورو ته وسپارل.
نن د خپلو نامرادو زده کوونکو جنازو ته لاړو . هغه ګلان چې دي په خپل لاس روزلي وي او رژیدنه یې ګوري،چې هغه دنګې ځوانۍ او د لوړو هیلو نړۍ ټوله ویجاړه شوي وه. تر حادثې یوه ورځ مخته مې همدی صنف کې درس درلود هر یوه یې راسره د راتلونکی پلان مونوګراف او انټرشیپ خبري کولاي.
1
4
22
1,922
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ retweeted
This is why we Muslims of today never regret a sin. We commit sins and we repent and we think ourselves even cleaner than before. This is the kind of argument Mullah Hibbatullah uses to justify his murdering of Afghans. The end justifies the means. We don’t have individual conscience. All what matters is whether a deed is socially either acceptable, or noticeable or not. If it’s acceptable or unnoticeable then anything can be ok, because Allah is forgiving. I personally go for the individualism to preserve my individual conscience. Faith should be an individual matter, or else, it becomes a social sin laundry.
که یوکس په یوې ښځې جنسي تجاوز وکړي او بیا هغه ووژني وروسته دا سړی توبه اوباسي،آیا خداې به دغه شخص وبخښي؟که خداې یې وبخښي آیا دا بخښنه به د دې ښځې په حق کې ظلم نه وي؟ تاسو وګورئ چې دا لعنتي ذاکر نالایق یو قاتل او متجاوز څنګه وايټ واش کوي اوبېرته یوه مقتوله او متضرره ښځه مقصره ګڼي
13
13
94
8,968
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ retweeted
رښتیا چې تاریخ ښه اثباتونکی ده: یو وخت به ګورئ د نني اسلامکارو اولادونه لوڼې او زامن به همدغسې د ارام ژوند کوي خو افغانه میرمن به د ښځېنه ډاکترې د نه شتون له وجې په څلورو دیوالو کې پر ولادت مري. دا یوه ډاکتره زرغونه تره کې د نوره محمد تره کي وریره ده. په لندن کې ژوند کوي او هملته د سینې د سرطاني ناروغیو متخصصه ده. له بي بي سي سره مرکه به یې تاسې اوریدلې وې چې څومره سنجیده او ارآمه غږېږې، مستوره او محجوبه میرمنه ده. دا بله بیا د پخواني جهادي مشر لور ده چې له وطن باهر ژوند کوي. البته: هېره دې نه وې چې پلرونو یې د افغان میرمنو پر مخ تېزاب ور شیندل….🙂
15
15
1
89
22,087
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ retweeted
شیخ فضول لګیا دی، چې: «جینۍ له جِن څخه اخیستل شوې او جِن پیري ته وايي او جینۍ باید د پيري غوندې پټه وي...» او نور خزعبلات او لاطائلات. لاتین ژبې ته له یوناني ژبې د انجِل او انجِلا [Αγγέλα] کلمه راغلې، چې د پریښتې (ملایکې) مانا لري. یوناني په خورا لرغونې زمانه کې له هیندواریاني ژبو سره تړلې ژبه ده، چې پښتو هم د همدې ګورې ونې په ختیزه څانګه پورې اړه لري. ما ته د یوناني انجِلا ريښه د پښتو له نجلۍ سره تړلې ښکاري. نو نجلۍ مانا پرېښته، نجلۍ مانا ملایکه، نجلۍ مانا د څښتن نازولې. زموږ نجونې پرېښتې دي، نه پېریانې.
32
3
156
6,282
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ retweeted
په افغانستان کې یوازې واک نه، دین هم انحصار دی. ته یوازې د داسې دیني تفسیر او تعبیر د بیان حق لري چې طالب ته د منلو وړ وي.
40
9
1
98
9,114
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ retweeted
پښتو/Deutsch د فرانکفورت د کډوالۍ د دفتر (Ausländerbehörde) مشر، نوربرټ اولر، د KAV په عمومي غونډه کې د مېلمه په توګه ګډون وکړ. د هغه د وینا او معلوماتي پریزنټېشن وروسته، ګډونوالو او د KAV غړو ته فرصت ورکړل شو چې خپلې پوښتنې مطرح کړي او خپلې اندېښنې ورسره شریکې کړي. ما په ځانګړي ډول د اسنادو د ترلاسه کولو په برخه کې د اوږده انتظار ستونزې ته اشاره وکړه. ان هغه ماشومان چې په جرمني کې زېږېدلي دي، کله ناکله اړ کېږي چې د خپلو اسنادو د ترلاسه کولو لپاره کلونه انتظار وباسي. همدارنګه، د معلوماتو د روڼتیا نشتوالی او له اړوند دفتر سره د اړیکو نیولو ستونزې هم د بحث مهمې موضوعګانې وې. زما اساسي غوښتنې دا وې: د اداري پروسو چټکول، د معلوماتو او کړنلارو لا ډېر روڼوالی، د چارو د ترسره کېدو په اړه د ډاډ او وړاندوینې رامنځته کول، او د هغو کسانو لپاره د مستقیمې اړیکې د یوې مشخصې مرجع برابرول چې د ډیجیټلي خدماتو په کارولو کې له ستونزو سره مخ دي. دا هغه ستونزې دي چې په فرانکفورت کې د بېلابېلو ټولنو له خوا په وار وار مطرح کېږي او جدي پاملرنې ته اړتیا لري. Bei der KAV-Plenarsitzung war Norbert Euler, Leiter der Frankfurter Ausländerbehörde (FIO), zu Gast. Nach seinem Vortrag konnten Gäste und KAV-Mitglieder Fragen stellen und Kritik äußern. Ich habe insbesondere die langen Wartezeiten angesprochen. Selbst in Deutschland geborene Kinder müssen teilweise jahrelang auf ihre Dokumente warten. Auch die mangelnde Transparenz und die schwierige Erreichbarkeit der Behörde wurden thematisiert. Meine Forderung: schnellere Verfahren, mehr Transparenz, Planungssicherheit und persönliche Anlaufstellen für Menschen, die mit digitalen Angeboten Schwierigkeiten haben. Diese Probleme werden von vielen Communities in Frankfurt immer wieder angesprochen. #HosaiZarifAnder #Frankfurt
7
11
131
3,368
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ retweeted
سترګۍ زما د لید عینکې یوازې دوه کړکۍ او دوه رڼې هیندارې نه‌دي اوس ما ته دوی وايي، چې دغه نړۍ څنګه ښکاري؟ زما د لید عینکې اوس بېلوي هرڅه چې شته که نه‌شته هستي اوس دوه برخې ده څه برخه دېخوا او بله برخه د عینکو ترشا زما د رڼو هیندارو ژبه نه‌زده چې مې عینکو نه پوښتنه وکړم: هغه دونیا چې د ښیښو له شا نه ماته ښکاري ريښتیا همدغسې ده؟ د پاڼو رنګ ولې زرغون دی؟ او اوبه رڼې دي؟ زوی ته د مور لیږلي لیک کې توري ولې ناڅي او توتکۍ چې راځي د پېغلو نجونو تر پوټکي لاندې څه شی ځغلي؟ زما د رڼو هینداور ژبه نه‌زده که نه عینکو نه مې پوښتمه چې په تاسو څه باور که هاخوا دونیا دومره بې‌خونده نه‌وي چې مار هم ښکلی وي او تور کارغه هوښیار مرغه وي په تاسو څه باور چې ژمی یخ دی؟ که زما پوټکی نور زما وجود کې نه‌ځاییږي؟ په تاسو څه باور چې تیږې حافظه نه‌لري او که زه نه‌یم، زمان نه‌تېریږي؟ که زما زده وای د هیندارو ژبه نو ما به پوښتي وای چې زما ترعینکو هاخوا د ژوند په نوم چې څه روان دي، ولې خړ بهیږي؟ د رنځ د خټې رنګ ریښتیا همدا دی؟ نو دومره وینې چې توییږي څه شوې؟ رنګونه توري او هجاوې دي د هغې دروغجنې ژبې چې زما عینکې پرې خبرې کوي، خو زما یاده نه‌ده. زما په عینکو کې رڼو هیندارو! چې ستاسو ژبه مې لا یاده نه‌ده او د رنګونو الفبا چاته ریښتیا نه وايي ګني نو ما به درنه پوښتي وای چې: کومه دونیا ریښتیا ده؟ هغه چې دیخوا تر ښيښو زما په ذهن کې ده که د عینکو تر ښیښو ورهاخوا چې زه یې بې‌هیندارو نه‌شم لیدی؟ زه د رنګونو الفبا نه‌منم نو ما به څوک قانع کړي؟ که د عینکو ترشا هیڅه نه‌وي؟؟؟ او دغه هرڅه د عینکو او رنګونو له بې‌پایه حافظې راوځي؟ زه له دې ستړی یم چې هره شېبه په رېږدېدلو ګوتو خپلې عینکې موښم که چېرې پاکې شي د شک له خیرو ښيښې خیرنې دي، که زما پر لیدو ګرد پرېوتی؟ زه په ښیښو کې هم باور لټوم خو ترعینکو دېخوا هرڅه زما خپل دي او هېڅ رنګ نه‌لري زه ترعینکو دېخوا خپله نړۍ په خپلو سترګو وینم زه مې یوازې په خوبونو پوخ باور لرمه زه مې خوبونه بې عینکو وینم زه مې خوبونه په دې خپلو تورو کسیو څښم ما ته ریښتیني څه یوازې زما خوبونه ښکاري.
9
1
60
2,402
🌹 روز ملی زبان ازبیکی مبارک باد! 🌹 این روز خجسته را به تمام هم‌وطنان عزیز، به‌ویژه ازبیک‌تباران گرامی، از صمیم قلب تبریک می‌گویم. زبان ازبیکی نماد هویت، فرهنگ و میراث پرافتخار نیاکان ماست. آرزو دارم این زبان شیرین و پربار همواره زنده، پویا و شکوفا بماند.
1
8
31
1,028
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ retweeted
په عمومې توګه ټولې اسلامې ډلې چې د اسلام په نوم قتل عام کوي دا ټولې د یهودو ایسرایلو او امریکا مشترکې پروژې دې چې اسلامې ټولنې ورباندې بدنامه نا امنه کړې. ښه مثال یې افغانستان دی…🇦🇫
1
22
586