RTA Pashto (@rtapashto) header
RTA Pashto (@rtapashto) profile picture

Afghanistan broadcaster since 1925. RTA delivers national and international news, insightful analysis, and must-see videos.

Afghanistan
Joined May 2019
Photo by RTA Pashto (@rtapashto)Photo by RTA Pashto (@rtapashto)Photo by RTA Pashto (@rtapashto)Photo by RTA Pashto (@rtapashto)Photo by RTA Pashto (@rtapashto)Photo by RTA Pashto (@rtapashto)Photo by RTA Pashto (@rtapashto)Photo by RTA Pashto (@rtapashto)Photo by RTA Pashto (@rtapashto)Photo by RTA Pashto (@rtapashto)
فرمان؛ د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال شیخ عبدالرحمن منیر وايي، په نشه‌يي توکو روږدو کسانو د درملنې لپاره په ټول هېواد ۱۱ مرکزونه فعال دي او د هغوی د درملنې بهیر په منظم ډول روان دی. بشپړه خپرونه:youtu.be/njxE-pH7T_A
2
986
اقتصادي پرمختګ؛ له پلاستیکي بوتلونو څخه د مالوچو تولیدولو کارخونې مشر د یادې کارخونې د فعالیت په اړه معلومات ورکوي. بشپړه خپرونه:youtu.be/uyzJ3JWg5-Y
4
1,309
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د روان کال له پیل راهیسې یې تر دې مهاله ۳۰ زره د کار جوازونه وېشلي دي.
2
1,342
د نومبر شپږمه په جګړو او وسله‌والو شخړو کې د چاپېریال د ویجاړۍ د مخنیوي نړیواله ورځ ده؛ کارپوهان وايي، په افغانستان کې څو لسیزو جګړو پر چاپېریال او اقلیم ناوړه اغېزې کړې دي.
6
1,443
ارشاد، حج او اوقافو وزارت د جمعې لمانځه د خطبې موضوع، د سولې او پخلاینې له لارې د خلکو ترمنځ د دښمنیو او اختلافونو حل ته ځانګړې کړې وه.
1
3
1,397
د انساني قاچاق د مخنیوي په هکله د عالیقدر امیرالمومنین حفظه‌الله ۱۳ مه ګڼه فرمان. د نشر شمېره: (۲)
6
1,471
کارموندنه؛ کابل ښار کې یو تن بایسکل پلورونکی احمد جواد وايي، هر کاروبار په پیل کې ستونزې لري، خو له ستونزو زغملو وروسته هر کاروبار بریالی کیږي. بشپړه خپرونه:youtu.be/2xRwn4tSz38
2
15
2,190
زندان؛ د بګرام زندان پخوانی بندي حاجي عزیزالله وايي، چې بندیان به د تحقیق پر مهال له سختو شکنجو سره مخ کېدل. بشپړه خپرونه: youtu.be/-0yxqpI6dps
2
1,532
د پکتیکا ولایت د وازې‌خوا ولسوالۍ ګڼ شمېر ځوانانو په یوه غونډه کې له اسلامي امارت څخه خپل کلک ملاتړ څرګند کړ.
2
5
1,731
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني، په غزني کې د نورالمدارس مدرسې د زده کوونکو د فراغت په مراسمو کې وویل، څنګه چې په خپل ځان دردیږو، په ملت هم باید همدا شان ودردیږو.
1
6
1,644
د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي، د میدان وردګ ولایت په چک ولسوالۍ د ۳۰ بستریز روغتون د ودانیزو چارو د پرانیستې مراسمو کې ویلي، چې دغه وزارت په ټول هېواد کې د روغتیايي خدمتونو د متوازن او عادلانه وړاندې کولو پالیسي لري.
2
7
1,546
د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي، د میدان وردګ ولایت په چک ولسوالۍ د ۳۰ بستریز روغتون د ودانیزو چارو د پرانیستې مراسمو کې ویلي، چې په هېواد کې روانې پراختیايي پروژې د اسلامي امارت له بودیجې څخه تمویلیږي.
3
22
1,936
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني، د غزني ولایت د نورالمدارس مدرسې د زده کوونکو د فراغت په مراسمو کې ګډون کړی دی.۱/۳
1
2
15
2,748
د کورنیو چارو وزیر دې غونډې ته په وينا کې د علمي، جهادي هڅو او د هېواد ژغورنې او بیارغونې په برخه کې د علماوو، مشایخو او روحاني شخصیتونو خدمتونه د ستاینې وړ بللي دي.۲/۳
1
1
267
ښاغلي حقاني په خپلو خبرو کې د ښو اخلاقو پر ارزښت ټینګار کړی او د بدو اخلاقو پرېښودل يې د فردي اصلاح او ښه شخصیت جوړونې لپاره اړین بللي دي. د یادونې وړ ده چې په دې مراسمو کې د مدرسې له بېلابېلو څانګو څخه څه باندې ۴۰۰ تنه فارغانو د فراغت سندونه ترلاسه کړي دي.۳/۳
1
251
د عبري ژبې ورځپاڼې «معاریو» په یوه راپور کې راغلي، چې ایران د ستراتیژیک هرمز تنګي د کنټرول په ترلاسه کولو سره د نړۍ په سوداګرۍ او د انرژۍ لېږد پر بهیر د پام وړ اغېز کړی دی.۱/۲
1
2
10
2,721
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، یادې ورځپاڼې ټینګار کړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسراییلي رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د ایران پر وړاندې د جګړې په طرحه او پلان جوړونه کې له ناکامۍ سره مخ شوي او لا هم خپلې تېرې تېروتنې تکراروي.۲/۲
308
د لوګر د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې سږ کال په دغه ولایت کې د ۶۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د بېلابېلو پراختیايي پروژو چارې روانې دي.
5
10
1,886
د غزني د کار او ټولنیزو چارو ریاست له لوري لسګونه ځوانان له حرفوي زده‌کړو فارغ او د کار اړین وسایل پرې ووېشل شول.
4
26
2,778
په کابل کې د تحصیلي او مشورتي خدمتونو ټولنې د یوه خصوصي تحصیلي شرکت د تحصیلي لاسته راوړنو ستاینه کړې.
5
1,943